د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قامي اسمبلۍ غړی منیر اورکزی په کورونا اخته شوی


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د خېبر پښتونخوا له کورمې منتخب د قامي اسمبلۍ غړې حاجي منير خان اورکزی هم په کورونا وایرس اخته شوی.

دا خبره د اپرېل پر ۲۵مه مشال راډیو ته د هغه وياند محمد عرفان تصديق کړه.

نوموړی وايي، د اپرېل پر ۲۴مه يې ټېسټ مثبت راغلې او اوس يې د علاج لپاره د حیات اباد میډیکل کمپلیکس په روغتون کې داخل کړی دی.

هغه زياتوي، له څو ورځې د منیر اورکزي روغتیايي حالت ښه نه و چې کله ټېسټونه یې وکړل نو معلومه شوه چې هغه پر کورونا احته شوی دی.

محمد عرفان دا هم وويل، په ياد روغتون کې د کنیر اورکزي علاج روان دی او حالت يې له مخکې اوس ښه دی.

حاجي منير خان اورکزی درې ځل د کورمې خلکو د قامې اسمبلۍ لپاره خپل نوماند ټاکلی وو .

په کورمه کې تراوسه تر ۲۵ زيات کسان د کورونا وايرس وهلي دي. چې په کې درې کسان ترې مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG