د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ماسک تړل لازمي وګرځول شول


ځینو خلکو د حکومتي اعلان نه وړاندې هم ماسکونه کارول

په داسې حال کې چې په پاکستان کې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر زياتېږي، وفاقي حکومت پر ولس د نورو احتياطي تدابيرو خپلولو غږ کړی او ماسک (تمبوزک) په مخ کول يې لازمي کړي دي.

د روغتيا چارو لپاره د وزيراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا د مې پر ۳۰مه په اسلام اباد کې خبري کانفرانس ته وويل چې د کورونا وايرس مثبتو پېښو شمېر په زياتيدو دی او پر هغو احتياطي تدابيرو سختۍ سره عمل پکار دی چې حکومت ورکړي دي:

"دا اوس د خلکو په خپل اختیار کې نه بلکې لازمې ده چې ماسکونه به اچوي. په هغو ټولو ځایونو کې چې خلک له یو بل نه ټولنیزه فاصله نه شي ساتلی، ماسکونه اچول به لازمي وي."

نوموړي وویل، تمبوزک اچول د کورونا وایرس په مخنیوي کې مهم رول لوبوي او خلکو ته پکار دي چې هرومرو یې وتړي، که نه نو پر ضد به یې قانوني اقدام کېږي.

د مې پر ۳۰مه، د پاکستان د حکومت له اعلان سره سم، په جوماتونو، بازارونو او د ګڼې ګوڼې په نورو ځايونو کې به ماسک لازمي وي.

د روغتيا نړيواله اداره وايي، په صابون لاس مينځل، د خلکو ترمنځ لږ تر لږه دوه مېټره فاصله او ماسک تړل، له کورونا وايرسه د ځان ساتلو مهمې لارې دي.

دا مهال، په نړۍ کې، یو شمېر هېوادونه، د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره د ماسک د استعمال یا د خولې او پوزې د پټولو سپارښتنه کوي.

په اروپا کې چېک جمهوريت لومړی هېواد وو چې د مارچ پر ۱۸مه یې ماسک لازمي کړ.

په اسيا کې چين، جنوبي کوريا، تايوان او هانګ کانګ کې وار له مخې د ماسکونو استعمال لازمي ګرځول شوي دي.

د نړۍ له ۵۰ زياتو هېوادونو تمبوزک لازمي کړی.

په دې کې د نورو ترڅنګ وېنېزوېلا، وېتنام، سلواکيا، پولينډ، جرمني، فرانسه، هسپانيا، کولمبيا، متحده عرب امارات، بحرين، قطر، کيوبا، اسټريا، مراکش، لبنان، اسراييل او د افريقا ۱۵ هېوادونه شامل دي. ډاکټران وایي، ماسکونه نورو کسانو ته د وایرس د لېږد مخه نيولای شي.

د پاکستان د سرکاري ويبپاڼې ترمخه د مې تر ۳۱ پورې په هېواد کې د کورونا وايرس مثبتو پېښو شمير ۷۰۰۰۰ ته نږدې شوی دی.

په پاکستان کې تراوسه له کورونا وايرسه ۱۴۸۳ کسان مړه شوي خو له ۲۵۰۰۰ زيات کسان ترې بیرته رغېدلي هم دي.

د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چين په ووهان ښار کې ثبت شوې وې چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا دا وایرس د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وينا سره سم، د مې تر ۳۱مې پوري په نړۍ کې تر ۶۰ لاکو زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې څه باندې درې نيم لکه ورڅخه مړه شوي او تر ۲۵ لکو زيات ترې جوړ شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG