د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ټولبند نرموئ خو پام به ډېر کوئ'


د مې پر ۲۳مه (۲۰۲۰) د امریکا مېسوري کې سمندرغاړې ته د ټولبند نرمولو پس ولس ورمات شوی.
د مې پر ۲۳مه (۲۰۲۰) د امریکا مېسوري کې سمندرغاړې ته د ټولبند نرمولو پس ولس ورمات شوی.

په اسټرالیا کې پر انسانو د کورونا وایرس واکسین ازمویل شوی او تمه ده چې د واکسین موثروالي او خوندي استعمال په اړه ابتدايي نتیجې په جولای کې مخې ته راشي.

د صحت د چارولپاره د پاکستان د وزيراعظم سلاکار وايي، د اختر وروسته په سمدستي توګه د کورونا وايرس مخنيوي لپاره د ټولبند پر فيصله له سره غور کېدای شي.

ډاکټر ظفر مرزاد مۍ پر ۲۵مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل، خلکو ګومان کاوه چې کوویډ -۱۹ناروغي تر اختر پورې ده او وروسته به ختمه شي. خو نوموړي خبرداری ورکړ که چېرې پام ونشي نو لوی ناورین به جوړ شي:

''زه پاکستانیان خبرداره کول غواړم چې که موږ احتیاطي رویه خپله نه کړه او هغه مو برقراره و نه ساتله نو دا صورتحال به په یوه ډېره غټه المیه کې بدله شي. په دې سلسله کې تاسو ته د ډېرې ذمه وارۍ ثبوت ورکولو ضرورت دی.''

د پاکستان حکومت د مې پر نهمه په ملک کې په ټولبند کې په مرحله واره توګه د نرمۍ راوستو پريکړه وکړه خو پر احتياطې تدابيرو د عمل کولو یې هم ويلي ول.

پنډۍ ښار ۲۰۲۰، ۲۰ مې
پنډۍ ښار ۲۰۲۰، ۲۰ مې

د ډاکټر ظفر مرزا په خبره د کورونا وايرس ټيسټونه کې زیاتوالی روان دی او تراوسه تر څلور نيملاکهزيات ټيسټونه شوي دي. نوموړيله خلکو وغوښتل چې د کوويډ ۱۹ ناورغۍ خورېدو مخنيوي لپاره ماسک واچوي، حکومتي لارښوونې عملي کړي او د ټولنیز واټڼ خيال وساتي.

دا مهال په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۵۷۷۰۵ ته ختلی.

د هغه هېواد د حکومتي ووبپاڼې له وینا سره سم، د مې تر ۲۶مې ، په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ ۱۱۹۷ کسان وژلي خو له دې ناورغۍ تر ۱۸۳۱۴ زيات کسان پاخه شوي دي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په سند او دویم په پنجاب کې ریکارډ شوي دي.

د ويبپاڼې ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس نزدې ۱۳۵۶ دیارلس سوه شپږ پنځوسنوی مثبتې پيښې ریکارډ شوي دي او تر اووه زره زیات ټیسټونه شوي دي.

هلته د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، تر نن سهاره په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۱۱۱۷۳ ته رسېدلی دی. د شمېرو ترمخه کورونا وايرس په هغه هېواد کې تر اوسه ۲۱۹ کسان مړه کړي دي خو تر زرو زیات له دې ناورغۍ جوړ شوي هم دي.

په نوره نړۍ کې کورونا وبا

په اروپا کې له کورونا وایرسه سختو ځپلو ځینو هېوادونو د مۍ پر ۲۵مه په بندیزونو کې نرمي راوسته. په عین حال کې په نړۍ کې مسلمانان اختر لمانځي او امریکا په محتاطانه ډول د یوې سرکاري رخصتۍ د لمانځلو تیاري وکړه.

په اروپا کې له اټلي پس په دوهم نمبر کړېدلي هېواد سپېن کې ځینې ساحلونه د ولس لپاره بیا واز شول او په کمو اغېزمنو سیمو کې په ټولبند کې نرمي راوستل شوه. تمه ده چې د سېلګرو لپاره پولې په جولای کې پرانستل شي.

په جرمني کې په ۱۶ریاستونو کې رېستورانتونه خلاص شول او په برلین کې هوټلې او لمبا ډنډونه (سویمنګ پول) پرانیستل شول. کورونا وبا د دغه هېواد زښته ځپلی دی.

په اټلي کې د مې پر ۱۸مه د ټولبند تر ختمېدو پس د شا او خوا شپېته زره رضا کارو لارو کوڅو ته د لېږلو پلان دی چې خلکو ته ټولنیر واټڼ وریادوي.

د برتانییې وزیراعظم بوریس جانسن د پرایمري سکولونو پر بیا خلاصولو غور کوي خو د مې پر ۲۴مه یې ومنله چې ښايي د اندېښنو پر مهال دا کار د جون تر لومړۍ نېټې و نه شي چې وړاندې یې د پرانستلو لپاره ټاکلې وه.

د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری

د ځینو هېوادونو لخوا د کورونا وایرس مخنیوي لپاره په لګېدلې ښاربند/ لاک ډاون کې د نرمي راوستو پر مهال د روغتیا نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې په تادۍ کې د بندیزونو لېرېکولو پس ښايي په سمدستي توګه د ناروغۍ له دویمې څپې سره مخامخ شي.

د مونټینېګرو پودګوریڅا ښار له کورونا وایرس پاک اعلانولو پس خلک په رېسټوران کې ناست دي. ۲۰۲۰، ۲۵ مې
د مونټینېګرو پودګوریڅا ښار له کورونا وایرس پاک اعلانولو پس خلک په رېسټوران کې ناست دي. ۲۰۲۰، ۲۵ مې

په نړۍ کې دا وخت تر پنځه پنځوس لاکو زیات کسان په کورونا وایرس اخته شوي او درې لاکه شپږ څلوېښت زره کسان ترې مړه شوي دي. خو په ختیځ اسیا او اروپا کې چرته چې مخکې وبا زور نیولی و، د وایرس خورېدل کم شوي دي. خو بیا ځینې هېوادونه اوس هم د وایرس د لومړۍ څپې خلاف په هلو ځلو کې بوخت دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د بیړنیو حالاتو د څانګې مشر مایک راین د مې پر ۲۵مه خبرداری ورکړ چې وایرس اوس هم په لاتیني امریکا، جنوبي اسیا او افریقا کې په لومړي پړاو کې دی. نوموړي زیاته کړه دغه وایرس وروسته په هغو سیمو کې بیا هم راتللی شي چې اوس یې قابو کړی دی.

کورونا وایرس ضد واکسین

د بایو ټیکنالوجۍ یوې امریکايۍ کمپنۍ نووا ویکس په اسټرالیا کې پر انسانو د کورونا وایرس واکسین ازموینه پیل کړې. تمه ده چې د واکسین موثروالي او خوندي استعمال په اړهابتدايي نتیجې په جولایۍ کې مخې ته راشي.

د کوویډ ۱۹ واکسین یوه نمونيي بېلګه، ۲۰۲۰، ۱۰ اپرېل
د کوویډ ۱۹ واکسین یوه نمونيي بېلګه، ۲۰۲۰، ۱۰ اپرېل

نووا ویکس د مۍ پر ۲۵مه اعلان وکړ چې په لومړي پړاو کې په اسټریلیا کېله ۱۸ تر ۵۹ کلونوپه منځ کې عمر لرونکو۱۳۰ صحتمندوکسانو طبي ازموینه شوې ده.

تمه کیږي چې د واکیسن د دویم پړاو ازموینه د امریکا په ګډون په نورو هیوادونو کې هم وشي. د ازموینې لپاره د عمر دایره به پراخوي اود کوویډ -۱۹ ناروغۍ خلاف د قوت مدافعت، خوندیتوب او ردعمل جاج به اخیستل کېږي.

په امریکا، اروپا او چین کې په لسګونو کسانو کې د واکسینونو د معاینې لومړی پړاو یا خو وار له مخه پیل شوی او یا د پیلېدو په حال کې دی.

دا لا یقیني نه ده چې ایا واکیسن به د کورونا وایرس خلاف ګټور ثابت شي که څنګه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG