د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کورونا وایرسه ژغورنه او پېغورونه


ټولبند کې تر نرمۍ وروسته د مینګورې بازار کې ګڼه ګوڼه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00


احمد یار مسود هغه مهال هک حيرانه شو چې کله يوه مېلمه ورته د چايو پياله پرېښودله او خپه روان شو.

د خپګان وجه د احمد یار له هغه سره په لاس روغبړ نه کول وو خو د روغبړ نه کولو وجه دا نه وه چې احمد یار له مېلمه کرکه کوله بلکې غوښتل يې چې ځان او هغه له کورونا وايرسه خوندي کړي.

(مېلمه له بنون راپسې راغلی وو، هغه په غېږ او لاس روغبړ کول غوښتل خو ما په خندا خندا ورته وويل چې له کورونا د ځان خوندي کولو پر لارښوونې به عمل کوو نو ځکه مې له ليرې ورسره پخېر راغلی وکړ، هغه د چای پیاله پر ځای راپرېښووله، روان شو او وې ويل چې کله کورونا ختمه شي نو بيا به سره وينو.)

د شبقدر یاسر خان چې يوه ورځ ماسک تړلی جمات ته ورغلی وو نو پرځای د دې چې و ستايل شي برعکس د ماسک ليرې کولو ته اړ شو.


احمدخان له يوې غير حکومتي ادارې سره کار کوي او د مې پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې د کورونا وايرس د احتیاط له وجې د خلکو له خپګان سره هروخت مخامخ وي.

پاکستان حکومت د روغتيا نړيوال سازمان (ډبيلو اېچ او) د لارښوونو په رڼا کې خلکو ته ويلي چې له يو بل سره فاصلې وساتي، ماسک وتړي (مول ووهي) په لاس یا غېږ له روغبړه ډډه وکړي چې دارنګه وايرس له يوه کسه بل ته ولاړ نشي خو پردې لارښوونو ځينې خلک عمل کوي او ځينې يې نه. هغه کسان چې پخپله ورباندې هم عمل نه کوي او نور ورباندې عمل کولو ته نه پرېږدي.

د سوات ډاکټر سورج پرکاش پر لارښوونو عمل کوي خو د ډېر کوشش سربېره هم د خلکو له روغبړونو ځان نشي خلاصولای.

(په اختر کې د يوه ملګري خواته روان وم چې په کوڅه کې مې څو شناخته کسان وليدل، ما اراده وکړه چې له ليرې به سلام دعا ورسره وکړم خو په هغوی کې يو راوړاندې شو او راغاړې وت نو ورپسې نور هم راسره غاړې غړی شول. بيا ټوله ورځ پرېشانه وم، هسې نه چې وايرس مې اخيستی وي.)

کله چې یو ګیراک دوکان ته راشي نو له ليرې روغبړ ورسره وکړم نو په دې کې ځینې ګاهکان خپه شي او پيغور راکړي چې تاسو هم له مرګه ويرېږي.
حاجي عبدالرووف حسېن


کله چې د مارچ په مياشت کې د پاکستان حکومت لاکډوان يا ټولبند اعلان کړ نو ورسره سم د سوات اوسېدونکی ليکوال فضل ربي راهي هم ځان کوربند کړ. هغه د حکومتي لارښوونو له مخې د جومات پر ځای په کور کې لمونځ پیل کړ خو د ده په وينا يوه ورځ په يوه کار پسې بانک ته ولاړ او کوشش یې وکړ چې له چا سره په لاس روغبړ ونکړي خو بريالی نشو.

د ده په خبره چې کله باننک ته ورننوتی نو له منيجر سره يې له ليرې پخېر راغلی وکړ خو پردې مهال يو بل کارکوونکی ورغلی او ورغاړه وت او دی يې هک حيرانه او پرېشانه کړ.

نوموړی له مشال راډیو سره په خبرو کې د يوه بل ملګري حواله ورکوي چې له يو دوست سره په لاس روغبړ ونکړ او هغه ورڅخه خپه شو او ورته يې وويل چې بيا به په ټول ژوند ورسره خبرې ونکړي.

حکومت د کورونا وايرس مخنيوي په لړ کې عبادت خانې هم تړلې وې خو وروسته يې د ديني عالمانو په فشار تر مذاکراتو وروسته د ۲۰ نکاتې لارښوونو په رڼا کې جوماتونه خلاص کړل. په دې کې ماسک تړل او فاصله ساتل هم شامل ول خو د شبقدر یاسر خان چې يوه ورځ ماسک تړلی جمات ته ورغلی او پر ځای د دې چې و ستايل شي برعکس د ماسک ليرې کولو ته مجبوره شو.

له کورونا وایرسه په ژغورنه کې ټولنیز دودونه خنډ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


هغه د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وويل، په ټولو خلکو کې يوازينی کس وو چې ماسک يې تړلی وو نو ځان ځان ورته بد ښکاره شو او لږ وخت وروسته يې ماسک ليرې کړ.

دا ټولنيز فشار د ژوند د هرې برخې پښتانه اغېزمن کړي دي. حکومت د مې په مياشت کې لاکډاون يا ټولبند نرم کړ، دکانونه خلاص شول البته دکاندارانو ته د ماسکونو تړلو، د جراثيم وژونکو دوايانو ږدلو او د دستانو اچولو وويل شو. ځینو دکاندارانو پر دې عمل کوي او ځينې يې نه.

د پاړه چنار د تاجرانو اتحاديې مشر حاجي عبدالرووف حسين هم په هغو دوکاندارانو کې دی چې پر حکومتي لارښوونو عمل کوي خو په نتيجه کې ځینې ګېراکان بايللي دي.

نوموړي د مې پر ۲۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې هغه له خلکو سره له ليرې روغبړ يا سلام کوي چې پکې ځینې ګاهکان خپه شي او پيغور ورکړي چې تاسو هم له مرګه ويرېږي.

د ده په خبره، کله کله ځینې ګاهکان خپه شي او د سودا رانيولو لپاره بل دوکان ته ولاړشي.

د کوټې ځوان سيد ياسين د مې میاشت په لومړيو کې په کورونا وايرس اخته شو، په کور کې قرنطين شو، هغه چې کله جوړ شو نو د پخوا په مقابله کې يې زيات احتیاط شروع کړ خو نوموړي مشال راډيو ته وويل چې خلک اوس پېغور ورکوي.

(اول چې زه کورونا شوم نو ګاونډیانو مې نه منله او راباندې خندل به يې، دوی به کور ته راغلل او له ماسره به یې د ملاوېدو کوشش کاوه. کله چې جوړ شوم نو ماسک وهل مې پیل کړ خو اوس چې د خپلې کوڅې دکان ته ورشم نو دوی راباندې وخاندي او وايي ته خو لوستی کس يې تاسو څنګه د کورونا وايرس د شتون په پروپاګنډ باور کوي خو زه ورته وايم دا يوه رښتونې ناروغي ده او پر ما تېره شوې ده.)

ډاکټر سورج پرکاش وايي بايد خلک نورو ته پيغورونه ورنکړي او له وايرسه د ځان او بل خوندي کولو لپاره د حکومت او روغتيا نړيوال سازمان پر لارښوونو عمل وکړي.

هغه زياتوي خلک بايد اول پر کور کښېني او که وتلو ته اړتيا وويني نو ماسک دې وتړي، ټولنيز واټن دې وساتي، لاسونه دې په بيا بيا وينځي، که په ځان کې د نارغۍ نښې وويني نو سمدستي دې ځان ګوښه کړي او له ډاکټر سره دې رابطه وکړي.

د مرکو پر مهال دې کسانو مشال راډیو ته وويل چې دوی په اروپايي هېوادونو سپین او اټلي او د دې ترڅنګ په چين کې وليدل چې کله خلکو له وايرسه د ځان او بل خوندي کولو پر لارښوونو سل په سله عمل پیل وکړ نو د کورونا ناروغانو شمېر په کمېدو شو.

په پاکستان کې د کورونا وايرس ناروغه ورځ تر بله زياتېږي. د حکومت په وينا، د مې تر ۲۸مې پورې ۶۱ زره ۲۲۷ کسان په کورنا اخته شوي، ۱۲۶۰ وژل شوي خو تر ۲۰ زره زيات ترې پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG