د نړۍ په یو شمېر لویو ښارونو کې د کورونا له وجې لګول شوي بندیزونه په ورو ورو د نرمېدو په حال کې دي.
سېنګاپور، ټوکیو، نیویارک او واشنګټن هغه ښارونه دي چې په جون میاشتې کې به یو وارې بیا پرانېستل شي. همدا راز د نړۍ د یو شمېر نورو ښارونو د ټولبند حالت د ختمولو هڅې هم روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د کورونا وایرس څخه د بیمارو شویو کسانو شمېر ۶۰ لکو نه اوښتی دی. همدا رنګه نږدې ۳۷۰ زره کسان کورونا وژلي خو له ۲۵ لکو نه زیات ترې بیرته جوړ شوي هم دي.