د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د هانګ کانګ خپلواکي تر پښو لاندې کړې: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر چین تور لګولی چې د هانګ کانګ خپلواکي تر پښو لاندې کوي.

په داسې حال کې چې د دغو دواړو طاقتونو ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې، دا د بیجنګ خلاف د واشنګټن د غبرګونونو د لړۍ نوې کړې ده.

ټرمپ د مې پر ۲۹مه په سپینې ماڼۍ کې وویل، خپلې انتظامیې ته یې امر کړی چې د هانک کانګ ځانګړی تجارتي امتیاز دې ختم کړي.

د نوموړي په وینا، د چین لخوا وضع شوي نوي امنیتي قانون پس د هانک کانګ خپلواک حیثیت نه دی پاتې.

چین د مې ۲۹مه په هانګ کانګ د امنیت د نوي ملي قانون قانون منظوري ورکړه چې امریکا یې پرضد ده.

خو د چین وزیر اعظم لي ـ کیق ـ یانګ تېره ورځ ویلي وو چې دا قانون سازي به د هانګ کانګ استحکام او هوساینه زیاته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG