د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کورونا وایرسه په ژغورنه کې ټولنیز دودونه خنډ دي


له کورونا وایرسه په ژغورنه کې ټولنیز دودونه خنډ دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:10:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

روغتيا نړيوال سازمان پر خلکو بيا بيا غږ کوي چې له کورونا وایرسه د ځان ژغورنې ښه لار احتیاط کول دي. له مشال راډيو سره په خبرو کې ځینې کسان شکايت کوي چې د احتیاط پرمخ یې لوی خنډ ټولنيز فشار دی. عبدالحي کاکړ په دې رپورټ کې ورته کتنه کړې ده.

روغتيا نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) پر خلکو په بيا بيا غږ کوي چې له کورونا ناروغۍ د ځان خوندي کولو ښه لار احتیاط کول دي.
د نړۍ زياتره هېوادونو هم خلکو ته ويلي چې يا خو دې پر کورې کښېنې يا دې بيا له یو بل سره راشه درشه او ناستې پاستې نه کوي خو په پاکستان کې ليدل شوي چې ګڼ شمېر کسان شته چې دغه لازم احتیاطي تدوبيرونه په پام کې نه نيسي.
يوشمېر هغه پښتانه چې د روغتيا نړيوال سازمان يا پر حکومتي لارښوونو عمل کوي، شکايت کوي چې د ټولنيز فشار او پېغورونو له کبله نشي کولای له وايرسه د ځان ساتلو پر احتیاطي لارښوونو عمل وکړي.
د دې خلکو ستونزو ته عبدالحي کاکړ په دې رپورټ کې کتنه کړې ده.
XS
SM
MD
LG