د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په هره کوڅه کې د کوټه والو چاینکي هوټل


کراچۍ کې د یوه کوټه وال هوټل

خورشيد احمد خپله خبره په دې ختمه کړه، دلته په کراچۍ کې دا خبره مشهوره ده چې د 'پښتنو غوندې چای هېڅوک نشي پخولای.'

۳۸ کلن خورشيد دا خبره ځکه کوي چې په وينا يې په عرب هېوادونو عمان، قطر او دوبۍ کې ژوند کړی خو کوم خوند چې یې د کراچۍ د کوټې هوټلونو له چاییه اخیستی، هغه يې نه يوازې هلته بلکې په خپل کور کې هم و نه موند.

''زه نه يم خبر چې خدای د پښتنو په لاسونو کې څه خوند اېښی دی؟ ما او زموږ د کورښځو ډېر کوشش وکړ چې د دوی غوندې چای او پراټې پخې کړو خو بريالي نشو.''

د کراچۍ پر یوه کوټه وال هوټل ګراکان راټول دي
د کراچۍ پر یوه کوټه وال هوټل ګراکان راټول دي

خورشيد له هغو لسګونو زرو کراچۍوالو دی چې ورځ يې د کوټه والو هوټلونو له چای او پراټو څخه پيلېږي او پای ته رسېږي.

د کراچۍ مېشت خبريال او ليکوال علي ارقم په وينا، د کوټه والو هوټلونو د خوړو خوند او په هره کوڅه کې يې شتون د دې ښار د اوسېدونکيو پر ذهنونو داسې نقش شوی چې د چای مانا کوټه وال هوټل او د کوټه وال هوټل مانا چای وي.

خو د خلکو په زړونو، ذهنونو او خوندونو کې اغښل شوي دغه هوټلان د ښار يا د نړۍ د نورو برخو د رېسټورنټونو، کيفې يا هوټلونو په شان په دنګو دنګو ودانيو کې نه دي. نه له مرمرو جوړ دي، نه يې تشنابونه د هېندارې په شان ځلېږي چې پکې شته خوشبو يې داسې احساس ورکوي لکه چې سړی د خوشبو په دوکان کې وي. نه يې هم د پخونکېو او خدمتګارانو ځانګړې مسلکي وردۍ وي او نه هم نرۍ نرۍ موسیقي روح تازه کوي.

بلکې د کوټه والو هوټلونو بهروالا (کارکوونکي) يې ساده باده خلک وي. د بلوچستان له کليوالو سيمو پښين او قلعه عبدالله ورغلي پښتانه چې پښتنې خولۍ يې پر سر وي، د زياترو پکې ږيرې وي، رسمي زده کړي يې يا خو بیخې کړې نه وې يا يې تس يو څو ټولګي/صنفه ويلي وي، د هر کارکوونکي جامې له بله هغه جلا وي چې په چایو او خوړو ککړې وي.

له يوې وړې چولې، بوخارۍ او ساده باده ماحوله شروع شوي کوټه وال هوټلان اوس په کراچۍ کې په يوه برانډ يا نوم بدل شوي دي


په ځينو هوټلونو کې د پښتو او په ځينو کې بيا د اردو سندرې په لوړ ږغ ږغېږي، بهر پر سړک د رکشو، موټرونو، موټرسايکلونو، بسونو او موټرونو ږغونه وي.

د کراچۍ د شاهي ملنګ جان هوټل سهار له دغسې يوه شوره پیلېږي. پراټې والا پراټې پخوي، چای والا چولې ته ولاړ چای چاينکې ته اچوي، بهروالا یا باروالا پر کرسيو د ناستو خلکو پر ميزونو پراټې او چای ږدي چې ورڅخه نرۍ نرۍ توښ خېږي، د دخل يا کاونټر والا پيسې راټولوي، ګوټ ته ولاړ بل ځوان په يوه لوی تال کې چاينکې، پیالې او غابونه مینځي او د هوټل مالک د يو څارونکي په توګه پر مزدورانو نظر ساتي او ږغونه پر کوي.

يعني يو ګاهک هلته روان هرڅه په خپلو سترګو ويني او د پراټو له تبخي او چایو له پتيلې پورته کېدونکی بوی او خوند يې لوږه نوره هم ورزیاتوي.

په کراچۍ کې په سرکاري توګه د کوټه وال هوټلونو کره شمېره نشته البته د انجمن تاجران او هوټل اسوسي اېشن مشر رمضان کاکړ په ۲۰۱۸م کال کې ايکسپريس ټربیون ورځپاڼې ته په مرکه کې ويلي ول چې له دوی سره ۳۰ زره هوټلان رجسټر دي. خو مختلف رپورټونه وايي چې په دې ښار کې ښايي تر يو لکه زيات د کوټه وال هوټلونه وي.

کراچۍ کې د کوټې چاینکي هوټلان ځان ته نوم لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:15:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک



که دوې لسېزې شا ته ولاړ شو نو د کوټې هوټلان به يوازې د کراچۍ په مرکزي برخو کې ول خو اوس د دې ښار نږدې هرې کوڅې ته غځېدلي دي.

د ګلستان جوهر د يوه هوټل مالک شفيع الله چې اردو ژبې ورته شفا بايي وايي ۲۷ کاله له مخه له پښين څخه کراچۍ ته تللی دی او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې هوټل چلوي.

(زه که يوازې زما د سيمې پهلوان ګوټ خبره وکړم نو دلته اول دوه هوټلان ول خو اوس شاوخوا ۱۰ دي، دارنګه په ګلستان جوهر کې هم دوه درې هوټلان ول خو هلته هم اوس نهه لس دي نو هم په ټوله کراچۍ کې په دې حساب کوټه وال هوټلان زيات شوي دي.)

د کوټه والو هوټلونو زياتېدونکې شمېر د دې ځای خلک د دې هوټلونو په کم قيمت خواړه پلورل او د چای او پراټو ځانګړۍ خوند او د هغو مختلف قسمونه بولي.

کراچۍ مېشت ليکوال او محقق اختر بلوڅ مشال راډيو ته وويل چې ټيټې بيې او په هرځای کې شتون د کوټې هوټلونو ځانګړنه ده.

خو په کراچۍ کې د کوټې هوټلونو پرته د خوړو او چايو نور هوټلونه يا کيفې هم په ګڼ شمېر کې شته.

دلته يو وخت له ايرانه مهاجر شويو ايرانيانو ښایسته، منظم او صفا هوټلونه پرانستي ول چې د ايراني هوټل په نوم مشهوره ول. په بله مانا دا د شتمنو ياني اعلی طبقې د ناستې پاستې ځايونه ول.

د ډاڼ ورځپاڼې د يوه ځانګړي رپورټ له مخې په ۱۹۷۰م کال کې په کراچۍ کې ۱۰۰ ايراني هوټلان ول چې اوس يې شمېر لسو ته راکم شوی دی. اختر بلوڅ د ايراني او نورو هوټلونو په زوال کې د کوټې هوټلانو لاس ويني.

(د کوټې هوټلونو له مخه دلته له هندوستان د رامهاجر شويو ملبارانو، د مېمڼانو باکړا او له ايرانه راکډه شويو ايرانيانو هوټلونه ډېر مشهوره ول خو د کوټې هوټلونه له دوی څخه په دې مانا مختلف دي چې يو خو يې د خوړو قيمتونه کم دي او بل د نوي هوټل خلاصولو لپاره د لوی تالار يا کوټو ضرورت نه وي.)

خو کم قیمتونه د کوټه والو هوټلونو د شهرت يوازينۍ وجه نه ده بلکې دې هوټلونو که يوخوا د کراچۍوالو ذایقه وربدله کړې ده خو بل خوا کراچۍوالو بيا د دې هوټلونو د چایو، پراټو او خوړو پخولو انداز، معیار او مواد وربدل کړي دي.

دوې لسيزې وړاندې په چوله ولاړ پښتون به يوازې چای او ساده پراټه پخولای شوه خو د کراچۍ ګڼ توکميز او ګڼ کلتوريز مزاج او کاروباري هلو ځلو د کوټې هوټلونو مينيو يانې د خوړو فهرست ور اوږد کړی دی.

له پښينه و کراچۍ ته ورغلی اکرم خان د څو هوټلانو مالک دی او له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې له دې کاروبار سره تړلی دی. دی وايی چې دوی ډول ډول چای او پراټې پخوي.

( موږ دود پتي، دود قهوه، ګولډن، سټرابېري، عربي، بادامي، قهوه، سليماني چای او دارنګه په پراټو کې ساده، الو، پنير، لچه، قیمه او پيزا پراټه پخوو چې پکې پۍ، بوره، مالګه، اګۍ، مېده او نور مواد ګډوو.)

خو دلته يوه پوښتنه راولاړېږي چې د چایو او پراټو پخولو دا مواد هرڅوک په بازار کې ترلاسه کولای شي نو ولې نور هوټلونه يا خلک د کوټېوالو په شان چای نشي پخولای؟

د شاهي ملنګ جان هوټل مالک وايي چې دوی اصلي شودې او مواد کاروي.

(يو خو موږ چای ډېر جوشوو، بل اصلي چای او سوچه پۍ راوړو. زموږ هروخت د پيو له والا سره د شودو پر سر جګړه وي.)

د دې رپورټ جوړولو لپاره مو له غير پښتنو سره چې کله خبرې وکړې نو راته مالومه شوه چې يوازې ارزانه قيمتونه، خوندروې چای او پراټې د کوټې هوټلونو د شهرت وجه وجه نه ده بلکې د کارکونکيو او مالکانو ښه چلند او د هغوی پښتونولي د ګيراکانو زړونه ګټي.

د دې يو مثال ۳۵کلن عاصم بشير خان راکوي. نوموړی اقتصاد پوه دی. هغه چې کله په ۲۰۰۲م کال کې له حيدراباده د زده کړو لپاره کراچۍ ته ولاړ نو د پښتنو په بنارس سيمه کې مېشت شو. د ده په خبره په دوو کلونو کې يې پښتو هم زده کړه. د کوټې هوټل يې د ناستې ځای وګرځېد چې په وينا يې دومره ښه خلک ول چې کله به پيسې ورسره نه وې نو د هوټل مالک به چغه کړه چې هلکه پیسې مه راکوه.

د هوټل مالکانو له خپلو ګېراکونو سره دغسې يو تړون د عاصم بشير په فکر يوازې د کوټې هوټلونو ځانګړتيا ده.

(زه چې به کله اخترونو ته کورته ولاړم او چې به راستون شوم نو د هوټل والا به په پښتو کې ږغ راباندې وکړ چې هلکه چېرته تللی وي، کلي ته تللی وي؟ نو سړي به ځان د دوی خپل احساس کړ او هم دا وجه ده چې د دوی ګاهکان پاخه او وفاداره وي.)

د يو هوټل مالک اکرم خان د دې يوه بله وجه د خپلو کارکوونکيو له خپلو محله دارو سره د عزت ژوند تېرول يادوي.

(موږ چې په کومو کوڅو کې هوټلونه لرو نو هلته د چم ګاونډ ښځې ګرځي راګرځې خو زموږ کارکونکي دوی ته د سترګو باڼه هم نه رپوي.)

خو د کوټې هوټلان په يو ډول حجره هم بدل شوي دي. دلته کاروباريان، فارمسسټان، اديبان، سياسيان، مزدوران او ان ډاکټران هم ورځي او د چای او پراټو په پلمه خپل مجلسونه او محفلونه تودوي. ۳۸ ډاکټر سهيب زمان نن هم له ځان سره د کوټې هوټلونو يادونه ګرځوي.

هغه وايي چې د کوټې هوټلان يو ډول د فکر، د زړه غم سپکولو، د راتلونکې ورځې لپاره د پلان جوړولو مرکزونه دي.

(په دې هوټلونو کې يوازې يو کس نه وي ناست بلکې يو لوی محفل جوړ شوي وي، تاسو به دلته د مختلفو ژبو، قامونو او مزاج خلک ووينئ نو دغسې ځایونه خلک له انفراديت څخه د اجتماعيت پر لور بيايي او فکري روزنه يې کوي.)

د هوټلونو دغسې محفلونو د سوات شاه جهان په خپله نشه اخته کړی دی. نوموړی د اوبو په جهاز کې نوکري لري خو د کوټې هوټل د مازيګر ناستې نه قضا کوي.

(چې په کومه ورځ هوټل ته رانشو نو په هغه ورځ بيا ناارمه يو او يو بل ته ټېلېفونونه کوو چې ته ولې رانغلې او ته ولې رانغلې نو هغه شپه او مازيګر مې ډېر نارامه وي.)

څومره څومره چې د کوټې هوټلانو شمېر زياتېږي دومره ورته د هغو کړيو پام وراوړي چې نه غواړي په کراچۍ کې د پښتنو شمېر او کاروبار پراخ او پیاوړی شي. په دې ښار کې د پاکستان د هر ژبې خلک ژوند کوي خو پر ځينو کاروبارونو يې د پښتنو چاپ ډېر ژور دی. د سرکاري شمېرو له مخې د کراچۍ ابادي تر ۲۰ ملينه زياته ده چې پښتانه يې ۲۵ فيصده برخه جوړوي. په دې ښار کې د شمېر له حسابه اول مهاجر دي او ورپسې پښتانه دي.

په اتيايمه لسيزه کې د پښتنو او اردو ژبو مهاجرو ترمنځ جګړه ډېره درنه جګړه شوې وهخو په ۲۰۰۷م کال کې د دوولسم مې تر وژنو وروسته دې تشدد بيا سر راپورته کړ. په ښار کې هدفي وژنې زياته شوې چې زياتره وژل شوي يا خو پښتانه او يا اردو ژبي مهاجر ول.

د کراچۍ د اردو ژبو سياسي نمايندګي متحده قومي موومېنټ کوله او د دې ګوند مشر الطاف حسين پر خلکو غږ وکړ چې د کوټې هوټلونو په مقابله کې دې خپل هوټلان راوباسي. هم په دغو ورځو شپو کې پر کوټې هوټلونو حملې پیل شوې او هره ورځ به د هوتل کارکوونکي وژل کېدل چې په نتيجه کې يې د هغه وخت د هوټل ويلفير ایسوسي اېشن مشر روح الله په وينا ۲۲۰۰ کوټې وال هوټلونه بند شول.

د کوټه وال چاینکي هوټل
د کوټه وال چاینکي هوټل

علي ارقم وايي چې د کوټې هوټلونه په کراچۍ کې د پښتنو د شتون يو ډول علامت دی نو ځکه له ۲۰۰۷م کاله راهيسې پیل شوې هدفې وژنو کې د کوټې هوټلونه زيات په نښه شول.

څنګه څنګه چې د کوټې هوټلونه تړل کېدل ورسره به په دې سيمو کې د اردو ژبو کسانو هوټلونه خلاصېدل خو د يو بل پښتون ايمل خان په وينا له وخت تېرېدو سره د اردو ژبو خپل هوټلونه بېرته وتړل.

اېمل خان د دې وجه دا يادوي چې یو خو دا د اردو ژبو مسلک نه وو بل هغوي د کوټې هوټلونو په رنګه خواړه او چای نشوې پخولای.

خو بيا په ۲۰۱۳م کال کې د نوازشريف په واکمني کې په کراچۍ رينجرو او پوليسو عمليات پيل کړل چې شاوخوا پنځه کاله يې دوام وکړ. له دې سره په کراچۍ کې د تشدد لړۍ پای ته ورسېده او کاروباري هلې ځلې بيا پیل شوې چې ورسره د کوټېوالو تړل شوي هوټلان بېرته حلاص شول.د روح الله په خبره په ۲۲۰۰ کې ۱۸۰۰ هوټلان بېرته پرانستل شول.

له يوې وړې چولې، بوخارۍ او ساده باده ماحوله شروع شوي کوټه وال هوټلان اوس په کراچۍ کې په يوه برانډ يا نوم بدل شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG