د افغانستان په فاریاب ولایت کې یوې ټرافیکي پېښې ۱۰ تنه وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
د فاریاب د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش مشال راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن د مې پر ۲۸مه سهار په دولت اباد ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له کبله رامنځته شوې.
یورش وایي، وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
ټپیان د فاریاب روغتون ته لېږدول شوي دي.