د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د کورونا معاینو لپاره زیات وسایل پکار دي: ډاکټران


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا په سرکاري روغتونونو کې کارکوونکي ډاکټران وايي، هغوی ته زیات شمېر کې خلک د کورونا وایرس د ټېسټونو لپاره مراجعه کوي خو په روغتونونو کې په هغه تناسب د ټېسټونو کولو سهولتونه نشته.

دا مهال د ورځې په حساب د ۱۵۰۰ کسانو ټېسټونه کېږي خو ډاکټران وايي، دا شمېره دې ۵۰۰۰ ته پورته کړل شي.

د لیډي ریډنګ روغتون یو ډاکټر کاشف الرحمان د مې پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، اوس چې حکومت په ټولبند کې نرمي راوستې ده نو په زیات شمېر کې خلک د کورونا د ټېسټ لپاره هغوی ته مراجعه کوي چې د اوس لپاره، ټولو ته رسايي ناممکنه ده.

په پېښور کې د کورونا د مخنیوي لپاره د جوړې شوې چټکې څانګې مشر ډاکټر عدنان هم د مې پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، د کمو ټیسټونو له وجې د کورونا د زیاتېدو وېره موجوده وي او د زیات بیروبار له وجې هم د دې وایرس د خپرېدو امکان شته. نوموړی دا هم وايي چې کله په لابراتوارونو کې پر کارکونکیو زیات بیروبار جوړ شي نو د غلطو پایلو د مخې ته راتلو وېره هم لیدل کېږي.

خو د خیبر پښتونخوا د روغتیا د ادارې لخوا د کورونا وایرس لپاره ټاکل شوی مشر ډاکټر اکرام الله خان وايي، حکومت په دې لاره کې د بهترۍ راوستو هڅه کوي او کوشش کوي چې د ورځې په حساب د ۱۰۰۰۰ کسانو ټیسټونه وشي.

د صحت د ادارې د معلوماتو له مخې دا مهال په خیبر پښتونخوا کې د کورونا وایرس د ټیسټونو اووه مرکزونه فعاله دي چې څلور یې په پېښور او یو یو په سوات، ایبټ اباد او ډېره اسماعیل خان کې دي. په دغو مرکزونو کې دا مهال، هره ورځ، څه د پاسه د یو نیم زرو کسانو د کورونا ټېسټونه کېږي.

کورونا وایرس د مې تر ۲۳مې په خیبر پښتونخوا صوبه کې له ۷۳۰۰ نه زیات کسان ناجوړه کړي، ۳۸۱ ترې مړه شوي او نږدې ۲۳۰۰ نور ترې بیرته جوړ شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG