د لاسرسي ځای

تازه خبر

له بده مرغه لاهم خلک کورونا وبا جدي نه اخلي: ډاکټر تاج


ټولبند کې تر نرمۍ وروسته د مینګورې بازار کې ګڼه ګوڼه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:30 0:00

ټولبند کې تر نرمۍ وروسته د مینګورې بازار کې ګڼه ګوڼه

کورونا وايرس په پاکستان کې څه باندې ۴۷ زره کسان وهلي او څه باندې یو زر يې مړه کړي دي. خو په خیبر پښتونخوا کې د ډاکترانو اتحادیې مشر داکټر عامر تاج وايي چې له بده مرغه اوس هم نه حکومت ټولبند عملي کوي او نه ولس د روغتیا اصول په پام کې نیسي.

په پاکستان کې په يوه ورځ د بلوچستان پخوانی ګورنر سید فضل اغا او د پنجاب اسمبلۍ غړې شاهین رضا د کرونا وایرس له امله مړه شوي دي.

پخوانی ګورنر سید محمد فضل اغا د چار شنبې په ماښام د کراچۍ په روغتون کې د اوږدې ناروغۍ له امله مړ شو. د کوټې روغتون د سرچینو له مخه پخوانی ګورنر او د بلوچستان اسمبلۍ اوسنی غړی ، سید فضل اغا څو ورځې وړ‎اندې کرونا وایرس وھلی وو۔ سید فضل اغا په ۲۰۱۸م کال کې د جمیعت علما اسلام په ټیکټ د بلوچستان د پشین ضلعې نه د صوبايي اسمبلۍ غړی وټاکل شو.

هم د شورو په ورځ د حکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکې د پنجاب صوبايي اسمبلۍ غړې شاهین رضا د لاهور میو روغتون کې په کرونا وایرس د اخته کیدو وروسته وفات شوه.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۲۲مه په بلوچستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبایي اسمبلۍ پخوانی غړی او د بلدیاتو پخوانی وزیر سردار مصطفی خان ترین هم له کورونا وایرسه ومړ.

دا په داسې حال کې ده چې د مې ۲۱ مه پورې څه باندې ۴۷ زره کسان په پاکستان کې کورونا وايرس وهلي او څه باندې زر يې مړه کړي دي او څه باندې څوارلس زره ترې روغ شوي دي.

خو په خیبر پښتونخوا کې د ډاکترانو اتحادیې مشر داکټر عامر تاج د مې پر ۲۱ مه مشال راډیو ته وويل چې له بده مرغه اوس هم نه حکومت ټولبند عملي کوي او نه ولس د روغتیا اصول په پام کې نیسي، چې په نتیجه کې يې د رنځورانو شمېره په ډېرېدو ده او په روغتونونو فشار ډېر شوی دی.

عامر تاج زیاتوي: ''په هېواد کې ډېری خلک لوستي نه دي او حکومت هم کورونا وايرس جدي نه اخلي. خو زه بيا دا خبره کوم چې دغه ناروغي جدي واخلئ، د ګڼې ګوڼې له ځايونو ډډه وکړئ،د صفايي خيال وساتئ. له کورونا وايرسه د بچ کېدو يوازينۍ لار احتياط دی.''

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په لاکډاون کې نرمي کړې او خلک په خلاص مټ مارکيټونو ته ځي او د وړوکې اختر لپاره شاپنګ کوي.

په عين حال کې د مونځونو لپاره جوماتونه خلاص دي او ډېر کسان احتیاطي تدابير نه خپلوي. وزيراعظم عمران خان په وار وار د اپوزيشن لخوا په ملک کې د مکمل لاک ډاون لګولو وړندیز رد کړی او وېلې دي چې له دې سره به د ورځې دياړي مارو معاشي حالت ډېر خراب شي.

په پاکستان کې يو شمېر د پارلېمان غړي او د غورځنګونو مشران هم په کورونا وايرس اخته دي.

د عوامي نیشنل ګوند مخکښ او مشر سیاسي شخصیت حاجي غلام احمد بېلور هم په کورونا وایرس اخته شوی دی. د نوموړي لمسي دانیال بېلور د مې پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، یوه ورځ وړاندې چې کله د نیکه طبیعت یې خراب شو نو ډاکټرانو ورته مشوره ورکړه چې باید د کورونا وایرس ټیسټ یې وشي.

تر حاجي غلام احمد بیلور وړاندې په پاکستان کې نور سیاسي شخصیتونه هم پر کورونا اخته شوي چې پکې د تحریک انصاف یو مشر او د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر، د سند ګورنر عمران اسماعیل، په قامي اسمبلۍ کې د وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د ۱۰۵ مې حلقې غړی شفیق شېر اپرېدی او نور شامل دي.

د سند ګورنر عمران اسماعيل د اپريل په ۲۷ مه په ټويټ کې وويل چې د کووېډ ۱۹ ناورغۍ پخلی پکې شوی. له دې وروسته نوموړي له جيو ټي وي سره په خبرو کې وويل: ''تر څو چې زما د مور او کورنۍ نورو غړو ټسټونه منفي راتلل نو تر هغه وخته سخت خپه وم او ډېر پښېمانه ووم ځکه ما دا فکر کاو چې ما د خپله لاسه خپلې کورنۍ ته دغه مرض ورسوو خو خېر شو نو زه ټولو ته دا خواست کوم چې له احتياطه کار واخلۍ ،په ځانګړې توګه ځوانانو ته وايم چې خپل مور پلار ته دغه مرض خور نکړئ.''

همداراز تر دې دوه ورځې وروسته په ۲۹ م اپريل د پیپلزپارټۍ د سند اسمبلۍ د اقليتي غړي حامر سنګ د کورونا ټسټ مثبت راغلی وو.تر دې څو ورځې مخکې د متحده مجلس عمل سند اسمبلۍ غړي عبدالرشيد کې د اپريل په ۲۴ مه د کورونا وايرس پخلی وشو.

تر دې بیا څو ورځې وروسته په ۲۸ م اپريل له قبايلي سيمو سره په تعلق لرونکي د سېنټ په ازاد غړي مرزا محمد اپريدي کې د کورونا وايرس پخلی وشو.

هم د اپريل مياشتې په اخرۍ اونۍ کې د خېبر پښتونخوا د صحت وزير په يوه ټويټ کې وويل چې د خېبر پښتونخوا د اعلا وزير ځانګړی معاون کامران خان بنګش هم کورونا وايرس وهلی دی.

د سند صوبې د تعليم وزير سعيد غني د مارچ په ۲۷ مه په يوه ويډيويي پېغام کې ویلي و چې د کورونا وايرس ټسټونه يې مثبت راغلي.

نوموړي وېلي وو چې ځان يې په کور قرنطين کړی او خلکو ته هم خواست کوي چې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي او د صفايي خاص خيال وساتي. هم په دغه اونۍ کې د مارچ په ۲۷ مه له مردان سره تعلق لرونکي د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ په غړي عبدالسلام اپرېدي کې د کورونا وايرس پخلی وشو.

XS
SM
MD
LG