د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: 'اختر په سادګۍ ولمانځئ'


د کوټې ښار یوه بازار

پاکستان کې زیاتره سیاسي او مذهبي ګوندونو راروان وړوکی اختر د کرونا وایرس وبا له وجې په سادګۍ او په خپلو کورونو کې د تېرولو پرېکړه کړې ده او خپلو ټولو کارکونکو او عهدیدارانو ته یې هم ویلي دي چې مه په خپلو هجرو او بېټکونو کې ګڼه ګوڼه جوړوئ او مه د مرکزي مشرانو کورونو ته ورځئ.

د عوامي نیشنل ګوند د صوبائي جنرل سیېکرېټري میا افتخار حسېن ورور د ګل په ورځ له کرونا وایرسه ومړ او دی خپله او د ګوند یو بل مخکښ حاجي غلام احمد بیلور هم د کرونا وایرس ښکار شوي دي.

د یاد ګوند د اطلاعاتو مرکزي سېکرېټري ذاهد خان مشال ریډیو ته وویل همدا وجه ده چې د اپرېل پر ۲۰مه یې د ګوند مشر اسفندیار ولي خان دا پرېکړه وکړه چې وړوکی اختر به په خپلو کورنو کې په سادګۍ سره لمانځي او چرته به هم غونډې نه کوي او نه به د اختر مبارکو لپاره ولي باغ ته یا د نورو ملګرو او مشرانو ځاییونو ته ورځي.

د نوموړي په وینا: (یو خوا کرونا وبا په ټول هېواد کې په زرګونو وګړي ناروغه کړي دي، ولس یې بې روزګاره کړی دی، په افغانستان کې چاودنې دي، دلته په کور چاودنې دي پښتانه پکې مړه کېږي، زمونږ خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو ټولو کې پښتانه ځپل کېږي نو ټولو ته مو دا خواست دی دا اختر په سادګۍ ولمانځي.)

د مذهبي ګوند جمیعت علما اسلام ف ډلي مشرمولانا فضل الرحمن هم په دې اړه د خپلې پارټۍ کارکونکو ته هدایات کړي دي چې لمونځونه، یا مذهبۍ یا ګوندي غونډې هم محدود کړي او که چرې راټولېږي نو د حکومت او د صحت محکمې تر لارښوونو او احتیاتي تدابیر لاندې دې یې کوي.

د جمیعت علما اسلام ف ډلي د تحصیل دراځندې سینئر نائب صدر مولانا محمد شېراني مشال ریډيو ته ویل چې کرونا یو طبي مسله ده نه چې مذهبي او باید خپل پوره پوره احتیاط وکړل شي.

د قامي وطن پارټۍ ویاند طارق خان وایي چې د ټولې نړۍ پشمول دلته هم کرونا وبا خلک ډېر اغېزمن کړي دي نو ځکه په دې اختر کې دوی د اختر مبارکي او هلې ځلې محدوده کړې دي او د ګوند مشرانو لخوا په کورونو کې د پاته کېدو هدایات کړي دي.

د نوموړي په وینا چې وطن کور پېښور او چارسده شېرپاو کې به د اختر د مبارکو غونډې نه کېږي او په کورنو کې به په سادګۍ اختر لمانځي.

د جماعت اسلامي د خیبر پښتنونخوا صوبائي نائب امیر عنایت الله خان وايي چې دوي خو هسې هم اخترونه ساده کوي ځکه دا یې د پارټې زوړ دود دی خو دا ځل به د کرونا وبا لوجي ګڼه ګوڼه بېخي نه جوړوي.

بلخوا د سرکاري شمېرو ترمخه کرونا وبا د مې تر ۲۱مې پورې په خیبر پښتونخوا کې تر شپږ زرو اتو سوو سیوا کسان اغېزمن کړي دي چې پکې درې سوه یو پنځوس مړه شوي دي چې په یوه صوبه کې دا تر ټولو زیات مرګونه دي دغه شان ۲۱ سوو نه زیات کسان ترې پاخه شوي دي.

XS
SM
MD
LG