د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوهاټ کې د پولیسو یو افسر وژل شوی


د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د نامعلومو وسله والو په برید کې د پولیسو یو ایس ایچ او وژل شوی او بل عسکر ټپي شوی دی.

د کوهاټ د پولیسو ویاند فضل نعیم په وینا، دا پېښه د مې پر ۲۲مه ماښام مهال په لاچۍ نومي سیمه کې شوې ده.

هغه وویل چې پر ایس ایچ او نذر عباس او عسکر یې هغه مهال برید شوی چې هغوی په ګشت روان وو.

چا تر اوسه د دې برید زمه واري نده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG