د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم او سپین بولدک لارې د ستنېدونکې افغانانو پرمخ خلاصې


له پاکستانه د تورخم په لاره راستنېدونکي افغان مسافر
له پاکستانه د تورخم په لاره راستنېدونکي افغان مسافر

نن جمعه او سبا شنبه د تورخم او سپین بولدک لارې د افغانانو پر مخ له یوې غاړې خلاصې دي.

دا خبره په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په خپله فېسبوک پاڼه کړې ده.

سفارت له هغو افغانانو چې د کرونا ویروس د محدودیتونو په خاطر په پاکستان کې ایسار پاتې دي غوښتي چې له دې فُرصته په ګټې اخیستو افغانستان ته ستانه شي.

لسګونه زره افغانان چې د کاروبار یا هم درملنې لپاره پاکستان ته تللي د کرونا ویروس له امله د دروازو د تړل کېدو په سبب د پولې هاخوا ایسار پاتي.

دوی ته یو وار په حمل/ وري میاشت کې اجازه ورکړل شوه چې افغانستان ته دننه شي او په څلورو ورځو کې لږ تر لږه ۶۵ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شول چې ورسره د کرونا ویروس د انتقال وېره او اندېښنه اوج ته ورسېده.

په لومړي سر کې د تورخم له لارې راستنو شویو افغانانو ته د قرنطین کمپ هم ولګول شو چې د خلکو ګڼې ګوڼې دا چاره سمه سر ته ونه‌رسوله.

په افغانستان کې نږدې نهه زره کسان کرونا نیولي چې له ډلې یې څه باندې ۱۹۰ کسان مړه شوي.

په ګاونډ پاکستان کې بیا ۴۸ زره کسان کرونا لري چې له ډلې یې څه باندې زر تنه مړه شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG