د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په اختر کې په خپلو کورونو کې پاتې شئ"


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د کورنیو چارو وزیر بریګیډیر (ریټایرډ) اعجاز شاه په ولس غږ کړی دی چې د اختر په ورځو کې د کورونا وایرس مخنیوي لپاره د روغتیا منل شوي اصول عملي کړي.

نوموړي د مې ۲۱مه د پاکستان په سرکاري راډیو په یو ویډیوي پیغام کې ویلي چې که چیری ولس د روغتیا اصول عملي کړي نو ناروغۍ به خوندي وي او نور ډېر اخترونه به ولمانځي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا وزیراعلا سلاکار اجمل وزیر هم مې پر ۲۱مه په پېښور کې یو خبري کانفرانس ته په وینا کې په خلکو غږ کړی چې په اختر کې په کورونو دننه پاتې شي او د ولسي واټن ته پام وکړي.

نوموړی زیاته کړې چې په صوبه کې ۲۰۰ قرنطین مرکزونه پرانستلې چېرته چې د کورونا ناروغانو درملنې لپاره ۵۵۰ کټونه اېښودل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په خیبر پښتونخوا کې د کورونا ناروغانو شمېره ۶۸۱۵ ته پورته شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG