د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جرمني کې د ټولبند خلاف خلکو مظاهره وکړه


په جرمني کې، زرګونو کسانو، د مې پر ۱۶مه، د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د حکومت له خوا د لګول شويو بنديزونو پرضد مظاهرې کړې دي.

حکومت په برلین کې د دغو مظاهرو د څارنې او د مظاهره کونکیو ترمنځ د ټولنیزې فاصلې د ساتلو لپاره ۱۰۰۰ تنه پولیس ګمارلي ول. پر دې مهال جګړه وشوه چې په نتيجه کې يې پوليسو ۲۰۰ مظاهرچيان ونيول.

د جرمني په جنوبي ښار ميونخ کې هم تنطیموونکيو له چارواکيو د ۱۰ زره کسانو د مظاهرې غوښتنه کړې وه خو پوليسو په دې شرط يوازې د ۱۰۰۰ کسانو د غونډېدو اجازه ورکړه چې هغوی به د ټولنيزې فاصلې اصول په پام کې نيسي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دې مهاله په جرمني کې ۱۷۵زره نه زیات کسان کرونا نیولي، ۷۹۰۰ نه زیات یې وژلي او ۱۵۲ زره نه زیات بیرته جوړ شوي هم دي.

په ټوله نړۍ کې کورونا ۴۶ لکه نه زیات کسان وړجن کړي، درې لکه او ۱۱ زره نه زیات یې وژلي خو څه کم ۱۷ لکه ترې بیرته جوړ شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG