د امریکا سېنېټ د یو بیل په منظورولو سره پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې، د اوغیور مسلمانانو د ځپلو پر سر دې د چین خلاف بندیزونه ولګوي.
دا قانون سازي د چین حکومت لوړ پوړي چارواکي له بندیزونو سره مخامخولی او د هغوی په صادراتو ځینې محدودیتونه لګولای شي.
اوس به دا بیل اول د منظورۍ لپاره د استازو جرګې ته لېږل کېږي او بیا به سپینې ماڼۍ ته د دې لپاره واستول شي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې منظوروي او که ویټو کوي یې.
ملګري ملتونه او د بشري حقونو ادارې چین تورنوي چې په ختیځ سنکیانګ صوبه کې یې نېږدې یو میلیونه اوغیور مسلمانان تر حراستي کیمپونو پورې محدود کړي دي.
خو چین وايي، دا د هغوی داخلي معامله ده او امریکا ته یې خبرداری ورکړی که په دې معامله کې یې مداخله وکړه نو ځوابي اقدامات به وکړي.
بیجنګ د اوغیور مسلمانانو خلاف د سختیو راپورونه ردوي او وايي، هغوی په حراستي مرکزونو کې نه بلکې د حرفوي ( پیشه ورانه ) زده کړو په کیمپونو کې ساتل کېږي.