د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې چاودنې پنځو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

دافغانستان د خوست امنیتي چارواکي وایي، چې د دې ولایت د سبریو ولسوالۍ اړوند د خلبسات په ښارګوټي کې ماین چاودنې یو تن وژلی اوڅلور تنه ژوبل دي.

د خوست د پولیسو ویاند عادل حیدر د مې پر۱۲مه ازادي راډیو ته وویل، چې دغه ماین د ښار په منځ کې د ګڼې ګوڼې په ځای کې د مخالفینو لخوا ځای پرځای شوی او نن له غرمې وړاندې یې شاوخوا ۱۰بجې او ۲۰ دقیقې چاودنه کړې.

تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG