د بریتانیا وزیر اعظم بورېس جانسن په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مخنیوي په خاطر لګېدلي ټولبند نرمولو اعلان وکړ.
هغه یکشنبه ناوخته په وېډیويي بیانیه کې وویل، کوم خلک چې له کورونو کار نهشي کولای سر له راروانې اوونۍ دې کار ځایونو ته ورشي.
هغه بیا دا ټینګار هم وکړ چې په عامه ټرانسپورت کې له تګ راتګ ډډه وشي او هم دې ټولنیز واټن په پام کې ونیول شي.
نوموړی به نن دوشنبه د کورونا وبا ټولبند نرمولو په اړه د بریتانیا پارلمان ته جزئیات ورکړي.
د کرونا ویروس په خاطر لګېدلي محدودیتونه یوازې په انګلستان کې کمېږي حال دا چې په سکاټلند، وېلز او شمالي ایرلند کې به قرنطین درې نورې اوونۍ هم دوام وکړي.
بورېس جانسن په خپله هم کرونا ویروس نیولی و چې تر څو اوونیو قرنطین او درملنې وروسته بیرته روغ او کار ته ستون شو.
په بریتانیا کې څه باندې دوه لکه او ۲۰ زره کسان په کرونا اخته دي چې له ډلې یې ۳۲ زره تنه مړه شوي.