د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي له امریکا سره د بندیانو تبادلې ته چمتو دی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

ایران وايي له امریکا سره د ټولو بندیانو تبادلې ته تیار دی او هغوی په دې اړه د واشنګټن دریځ ته منتظر دي.

د ایران حکومتي ویاند علي رابعي وايي، امریکا ته یې وړاندیز کړی چې بې له څه شرطه د بندیانو تبادلې ته چمتو دي خو تر اوسه د واشنګټن دریځ هغوی ته نه دی رسېدلی.

باور کېږي چې دا مهال لږ تر لږه څلور امریکایان له ایران او تر ۲۰ پورې ایرانیان له امریکا سره بندیان دي.

تېره اوونۍ غربي رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي ول چې تهران او واشنګټن د بندیانو پر تبادلې هوکړې ته رسېدلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG