د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر ایران بندیزونو ته دوام ورکوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو وار بیا ویلي چې د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر میاشتې نه پس به هم پر ایران د بندیزونو د غځولو لپاره له ټولو لارو کار اخلي.

مایک پامپیو د مې پر نهمه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵ کال کې د شوي جوهري تړون څخه د امریکې د وتلو دوه کاله پوره شول.

مایک پامپیو وايي، له کله نه چې امریکا له جوهري تړونه وتلې، پر ایران یې بې ساري او قوي بندیزونه لګولي چې له وجې یې ترهګرو ډلو ته د ایران د ملاتړ مخه نیول شوې ده.

خو ایران ټینګار کوي چې د د هغوی جوهري پروګرام د انرژۍ لپاره دی خو په تدریجي ډول یې د دغه تړون سره کړې خپلې ژمنې شاته غورځولې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG