د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین په پاکستان کې د ملخانو وهلو لپاره بتخې لېږي


اې پي خپري اژانس ليکي، په داسې حال کې چې د پاکستان په ځينو برخو کې ملخانو ځينو فصلونو ته تاوان رسولی او اوس د غنمو فصل لپاره هم خطر جوړېدای شي نو د دې د مخنيوي لپاره چين ښايي پاکستان ته بتخې ولېږي.

د زيارت پر ورځ د چين يوه ځايي خبري اژانس خبر ورکړ، چين پلان لري په پاکستان کې د ملخانو د افت د مخنيوي لپاره دغه هېواد ته يو لک بتخې ولېږي. په دومره زيات شمېر کې بتخې تر هغه وروسته لېږل کېږي چې له وړاندې پاکستان ته د چينايي ماهرانو يوه ډله لېږل شوې او پر دې غور کوي چې په پاکستان کې په دومره زيات شمېر کې راغلي ملخان څنګه ختم کړل شي.

اژانس د يوې مجلې په حواله ليکي پاکستان ته په دومره زيات شمېر کې د ملخانو ورتګ په تېرو شلو کالو کې تر ټولو بدترينه افت دی.

بتخې چې په خوراک کې يې ملخان هم شامل دي شل کاله وړاندې په چين کې د ورته راغلي افت د مخنيوي لپاره کارول شوې وې. که يو خوا دا کار اسان دی او خرچه پرې کمه راځي نو د ماحول لپاره هم ډېر تاواني نه دی. ځکه که د ملخانو پر ضد کيمياوي دوايانې وکارول شي نو هغه د ماحول لپاره ښه نه وي.

اې پي خپري اژانس د چينايي چارواکو له خولې وايي چې د چرګانو پرتله بتخې ډېرې موثره وي ځکه چې بتخې په يوه ډله کې ګرځي او په اسانه ترې ملخان نشي تللی بله دا چې چرګ د ورځې پر بنياد ۷۰ او بتخه څه باندې ۲۰۰ ملخان خوړلی شي. لا هم پاکستان چارواکو پر دې اړه څه نه دي ويلي خو ملخان چې پروسږ کال په پاکستان کې راغلي نو د پمبې فصل ته يې تاوان رسولی او اوس د غنمو فصل لپاره هم خطر دی.

XS
SM
MD
LG