د ایران ولسمشر حسن روحاني دړکه ورکړی چې که چیرې په ایران د وسلو بندیزونه وغځول شو، نو امریکا ته به غاښ ماتونکې ځواب ورکوي.
په تهران د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل له خوا د وسلو بندیزونو موده سږ کال د اکتوبر په میاشت کې پای ته رسي.
امریکا د ایران او نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي لوظنامې په ۲۰۱۸ز کال کې د وتلو اعلان وکړ او په ایران يې بندیزونه بیا عملي کړل.
اوس واشنګټن غواړي چې په ایران د وسلو بندیزونه هم وغځوي خو تمه نه کېږي چې د چین او روسیې په ګډون د سلامتي کونسل اروپايي غړي به يې مرسته وکړي.
د مې پر شپږمه ولسمشر حسن روحاني په یوه وینا کې په امریکا یو ځل بیا نیوکې وکړی او دړکه يې ورکړه چې که چیرې په ایران د وسلو بندیزونه وغځول شو، نو غاښ ماتونکې ځواب به ورکوي.