د پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، چې تېر ماښام وسلوالو د یاد ولایت د سروبي ولسوالۍ د منګاره توۍ په سیمه کې د پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې په ځوابي عمل کې لس نوروسله وال ژوبل شوي هم دي.
نن د پکتیکا د امنیې قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین رسنیو ته ویلي، چې د جګړې په سیمه کې د ۷ وژل شویو وسله والو جسدونه پاتې شوي وو، چې د پولیسو لخوا مرکز ښرنې ته لیږدول شوي دي.
نوموړي وویل پدې بریدونو کې پولیسو ته مرګ ژوبله نده اوښتې.
بل لوري ته په پکتیا کې د ملي پوځ د ځواکونو د رسنیو دفتر رسینو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله والو ته یاده مرګ ژوبله د افغان پوځ په هوايي او توپچي بریدونو کې رسیدلې ده.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.