د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا کې د تراوېح پر لمونځ کوونکو بم برید، ۲۰ تنه ژوبل


پکتیکا کې برید
پکتیکا کې برید

په پکتیکا کې د تراوېح پر مهال په لمونځ کوونکو د لاسي بم برید شوی.

د پکتیکا امنیتي چارواکي وایي چې د دې ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ اړوند د محمد حسن کلي کې د مسجد مخې ته په انتظار ځوانانو ماخوستن مهال د لاسي بم برید شوی چې له امله‌یې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد ارین د مې په درېیمه د یکشنبې د شپې ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې ټپیان ټول د خیرکوټ ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او په خبره‌یې چې د ټولو روغتیا د ډاډ وړ ده.

نوموړي زیاته کړه چې له دې برید وروسته وسله‌والو طالبانو په سیمه کې په سیمه‌ییزو پولیسو ډزې هم کړي، خو په اړه‌یې نور جزئیات ورنه‌کړل.

که څه هم د پکتیکا امنیه قومانداني دغه برید د وسله‌والو طالبانو کار بولي، خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG