د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې پنځه کسان د وسله والو غلو په تور نیول شوي


په خوست کې نیول شوي وسلې
په خوست کې نیول شوي وسلې

د افغانستان د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې د ګربزو په ولسوالۍ کې يې تېره شپه پنځه کسان د وسله والو غلاوو په تور نیولي دي.

د مې پر لومړۍ د خوست امنیې قوماندانۍ د رسنیو دفتر مشر عادل حیدر مشال راډیو ته وویل، چې یاد کسان د ځانګړو پولیسو او ملي امنیت ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي دي.

نوموړی زیانوي، نیول شویو کسانو د غلاوو په بېلا بېلو قضیو کې لاس درلود.

د خوست امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر مشر وايي، له تورنو کسانو پنځه کلاشینکوفونه، پوځي دریشۍ او نور تجهیزات هم د افغان ځواکونو لاسته لویدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG