د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې بمي چاودنې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژلي


په عفرین ښار کې د چاودنې ځای
په عفرین ښار کې د چاودنې ځای

د شام په شمالي عفرین ښار کې په چاودنه کې لږ تر لږه ۴۶ ملکي وګړي وژل شوي دي.

دا وړوکی ښار د ترکیې پلوه یاغیانو تر واک لاندې دی.

د شام د بشري حقونو د څار اداره وايي، د پرونۍ چاودنې په وژل شویو کې ۱۱ ماشومان هم شامل دي.

دې ادارې د اپرېل پر ۲۸مه ویلي ول چې په پېښه کې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي خو د شمېر لوړېدو اندېښنه یې ښوولې وه.

د برتانیا مېشتې ادارې مشر رامي عبدالرحمان ویلي چې په پېښه کې ۵۰ کسان ژوبل شوي چې پکې یې د ځينو روغتیايي حالت خراب دی.

د ترکیې د دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي ول چې په پېښه کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۴۶ کسان وژل شوي.

وزارت د حملې پړه د کردانو په مشرۍ د خلکو ساتنې ټولیو په نوم پر وسله واله ډله اچولې وه چې انقره یې ترهګره بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګن اورټېګس د اپرېل پر ۲۸مه وویل چې بمي چاودنه هغه مهال شوې چې خلک د روژه ماتي لپاره بازار ته د شیانو اخیستو لپاره ورغلي ول.

نوموړي په یوه بیان کې د برید غندنه کړې.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG