د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې د کورونا ناروغانو لپاره ۱۰۰ بستریز روغتون جوړېږي


پکتیا والي شمیم خان کټوازی
پکتیا والي شمیم خان کټوازی

په پکتیا کې د کرونا په ویروس اخته ناروغانو د درملنې لپاره د سل بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې.

د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکو له څه مودې راهیسې په دې ولایت کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې لپاره د ځانګړي روغتون د جوړېدو غوښتنه کوله، چې نن د دوشنبې په ورځ یې د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې وویل، چې دغه سل بستریز روغتون د جمهوري ریاست د ملي پراختیا څخه د ملاتړ د عملیاتي ادارې لخوا جوړېږي، چې چارې یې په نږدې یوه میاشت کې بشپړې شي.

ده وویل: "د جمهوري ریاست له عملیاتي ټیم لخوا یې کار کېږي، چې چارې به یې تر یوې میاشتې بشپړې شي، سل بستره به ولري او د کرونا د مریضانو لپاره چې کومو امکاناتو ته ضرورت دی، هغه مخکې له مخکې ورته اخېستل شوي دي او که ضرورت و نور به هم ورته واخلو او بیا به یې دلته را انتقال کړو."

د پکتیا والي په خبره ددې روغتون لپاره یې د شاوخوا ۴۳ میلیونه افغانیو په ارزښت اړین وسایل اخېستي او ځینې نور اړین توکي به هم په نږدې وخت کې وپېري.

د پکتیا د عامې روغتیا رئیس وایي، په دې ولایت کې په کویډ- ۱۹ د اخته کسانو د شمېرو لوړېدو یو لامل په مشکوکو سیمو کې د سیارو ټیمونو د مشکوکو ناروغانو څخه د نمونو اخېستل دي، چې په وینا یې د زیاترو پایلې مثبتې وي.

په پکتیا کې د کرونا ویروس ۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۵ تنه یې روغ شوي او یو کس مړ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG