په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ سازمان یوناما وایې د روان میلادي کال په لومړیو درېو میاشتو کې په دې هېواد کې څه باندي ۵۳۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۷۶۰ ملکیان ټپیان شوي دي.
د یوناما دفتر نن دوشنبه د یوې خبرپاڼي په خپرولو ویلي چې دغه مرګژوبله د افغانستان د جګړو پر مهال ملکیانو ته اوښتې ده.
د یوناما په خبره په وژل شویو کې ۱۵۰ ماشومان هم شامل دي.
د دغه دفتر په اعلامیه کې راغلي چې د حکومت ضد عناصر د دغو تلفاتو د ۵۵ سلنې مسؤلین دي.
اعلامیه زیاتوي په دې وسلهوال طالبان ۳۹ سلنه، د اسلامي دولت ډله یا داعش د ۱۳ سلنې تلفاتو مسؤل دي.
د یوناما اعلامیه وایې د حکومت پلوي ځواکونه هم په افغانستان کې د یادو ملکي وګړو د مرګژوبلې ۳۲ سلنه مسؤلیت لري چې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو دریو میاشتو کې وژل شوي دي.