د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې کورونا وبا پنځه تنه نور مړه کړي


۵۳ کلن ډاکټر محمد جاوېد په پېښور کې د غوږو، پوزې او ستوني لوی سرچن وو چې د اپرېل پر ۲۵مه (۲۰۲۰) کورونا وایرس مړ کړ.
۵۳ کلن ډاکټر محمد جاوېد په پېښور کې د غوږو، پوزې او ستوني لوی سرچن وو چې د اپرېل پر ۲۵مه (۲۰۲۰) کورونا وایرس مړ کړ.

په خېبرپښتونخوا کې نور پنځه کسان د کورونا وبا مړه کړي چې ورسره له دې وايرسه د مړو شمېر ۹۸ ته رسېدلی.

د پاکستان سرکاري شمېرو له مخې په ياده صوبه کې ۷۱ نوي د کورونا کېسونه هم مخې ته راغلي دي چې ورسره په دې صوبه کې په کورونا وبا د اخته کسانو شمېر اتلس سوه څلور شپېته ته رسېدلی دی.

په پاکستان کې په کورونا وبا د اخته ناروغانو ټول شمېر ديارلس زره درې سوه اتويشت دی او دوه سوه يو اتيا (۲۸۱) ته ترې مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG