د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: خیبر پښتونخوا کې ولس پام نه کوي


کورونا وبا: خیبر پښتونخوا کې ولس پام نه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خېبر پښتونخوا کي د ډاکټرانو اتحادیې، مدني فعالانو او کاروباریانو د احتیاط نه کولو په وجه دکورونا وایرس د خوریدلو په اړه سختي اندیښنې څرګندې کړي دي، د ډاکټر ټولنې مرستیال مشر ډاکټر عبدالواحد پښتون تر دا مهاله خېبر پښتونخوا کې تر ۵۰ زیات ډاکټران او روغتیاپالي کورونا وهلي دي. د غلام غوث راپور

خېبر پښتونخوا کي د ډاکټرانو اتحادیې ، مدني فعالانو او کاروباریانو د احتیاط نه کولو په وجه دکورونا وایرس د خوریدلو په اړه سختي اندیښنې څرګندې کړي دي، په دغه اړه د خېبر پښتونخوا د ډاکټرانو د اتحادیې مرستیال مشر ډاکټر عبدالواحد پښتون مشال رېډیو ته ووېل چې تردې دمه په خېبر پښتونخوا صوبه کي په کرونا ناروغۍ د اخته شوو ډاکټرانو او د روغتیا د نورو کارکوونکو شمېره پنځوسو ته رسیدلي ده. ډاکټران ، مدني فعالان او سوداګر واييیو خو ډاکټرانو ته د کرونا وایرس نه د مخنیوي لپاره ضروري حفاظتي سامانونه نه دي ورکړل شوي او بل عام ولس د ګڼې ګوڼې ځایونو ته د ورتګ نه ډډه نه کوي. د پېښور سوداګروايي په بازارونو کي د سودا لپاره راغلي زیات خلک په احتیاطي تدابیرو پخپله هم عمل نه کوي او له نورو خلکو سره هم په دغه اړه د غېر سنجیدګۍ مظاهره کوي.
له پېښوره د غلام غوث په راپور کي
XS
SM
MD
LG