د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس، ترکي او ایران د شام پر شخړه غږېږي


یو ترکی ټانک د شام له پولې ورتېرېږي
یو ترکی ټانک د شام له پولې ورتېرېږي

د روس، ترکي او ايران بهرنيو چارو وزيران به نن (اپرېل ۲۲مه) د شام په اړه خبرې کوي.

دوی به د ويډيو کنفرنس له لارې د شام په ادليب سيمه کې د تشدد راکمولو په اړه شوي تړون بحث کوي.

دا هغه وروستۍ سيمه ده چې د ياغيانو په ولکه کې ده.

روس او ترکي چې د مخالفو غاړو ملاتړ کوي د مارچ پر پنځمه نېټه په ادلیب کې ډز بندي کړې وه.

شام د روس په ملاتړ په ادلیب کې د ياغيانو پرضد تر څو مياشتو پوځي عمليات کړي ول.

دې ترېنګلتيا د روس او ترکي ځواکونه جګړې ته مخامخ کړي ول.

د ډزبندۍ د تړون له مخې د روس او شام ځواکونه به د نه جګړې په سيمه کې ګډې ګزمې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG