د ايران انقلابي ساتندويانو ځواک وايي، د څو مياشتو تر ناکامو هڅو وروسته يې پوځي سپوږمکۍ مدار ته توغولې ده.
خو د دې خبرې په خپلواکه توګه سمدستي تصديق نه دی شوی.
سرکاري ټېلېويژن ويلي چې د نور په نامه د ايران لومړۍ سپوږمکۍ نن [اپرېل پر ۲۲مه] په دوو پړاوونو کې وتوغول شوه.
ټېلېويژن زياته کړې، دا هڅه بریالۍ شوې او سپوږمکۍ خپل مدار ته ورسېده.
د انقلابي ساتندويانو ځواک په خپله رسمي ويبپاڼه ليکلي چې سپوږمکۍ له مځکې ۴۴۵ کلومېټره لوړ خپل مدار ته ورسېده.
ايران په دې وروستيو کې څو مياشتو کې څو ځله د سپوږمکۍ د توغولو هڅې ناکامه شوې دي.