د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست والي پر موټریز کاروان بمي چاودنه شوې


نن[د اپرېل پر ۲۱مه] سهار۱۰ بجې د خوست والي په موټریز کاروان پسې بمي چاودنه شوې ده.

د خوست د والي ویاند طالب منګل مشال راډیو ته وویل، خوست والي محمد حلیم فدايي له چاودنې روغ وتلی، خو د ده دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل، چاودنه د خوست والي پر ساتونکي موټر شوې ده.

ده وویل، په دې چاودنه کې درې ولسي وګړو چې دوه ماشومان او یوه ښځه په کې ده، ټپیان شوي دي.

طالب منګل زیاته کړه، د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او دا مهال د خوست په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG