د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سرکار ملاامامانو ته د کورونا وایرس په باب ټاکلې کړنلاره ښودلې


اسلام اباد: د یوه جومات ملا د جمعې لمانځه وینا کوي
اسلام اباد: د یوه جومات ملا د جمعې لمانځه وینا کوي

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د کورونا وایرس د خپرېدو مخنيوي لپاره د ديني عالمانو ملاتړ خپلولو په هيله له هغوی سره ملاقات وکړ.

د وزيراعظم د اطلاعاتو سلاکارې، فردوس عاشق اعوان نن (د اپرېل په شلمه) په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل، عمران خان ملايانو ته واضحه کړه چې د حکومت په لارښوونو عمل نه کوونکو سره به قانوني عمل کېږي.

حکومت ملاامامانو ته په شلو نقطو مشتمل يو لارښود جاري کړی دی. په دې کې راغلي چې په روژه کې د جوماتونو پرانیستلو اجازت شته خو خلک بايد اودسونه په کور او په جوماتونو کې لمونځ د فاصلې په ساتلو سره وکړي.

د پاکستان قامي ایکشن او کمانډ مرکز ويلي چې تر ننه پورې په ټول ملک کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر اته زره شپږ سوه او اته څلوېښتو ته رسېدلی. په دوی کې ۱۸۱ کسان له دې وايرسه مړه او ۱۹۷۰رغېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG