د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د کورونا وړجنو شمېر تر ۲۲ نیم لکه واوښت


د نړۍ نقشه
د نړۍ نقشه

په ګرده نړۍ کې د کورونا وایرس وهلو کسانو شمېر تر ۲۲ نیم لکه لوړ شوی دی.

د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون چې په ګرده نړۍ کې د کورونا وایرس په پېښو نظر ساتي او شمېرې خپروي، د اپرېل پر ۱۸مه معلومات یې ښيي چې له دې وایرسه په ټوله نړۍ کې تر اوسه تر يو لک ۵۴ زره زيات کسان مړه شوي هم دي.

دا وایرس چې د ۲۰۱۹ ز کال په وروستيو کې یې د چین د هوبی صوبې په ووهان ښار کې په اول ځل لګېدلی و، تر ټولو زیات کسان یې په امریکا کې ناروغه کړي چې شمېر یې څه باندې اووه لکه او ۱۰ زره دی.

دې وايرس په هسپانیا، ایټالیا، فرانسه، جرمني او برتانیا کې یې هم ډیری خلک نیولي دي.

کورونا وایرس تر ټولو زیات کسان په امریکا کې وژلي چې شمېر یې تر ۳۷ زره پورته دی.

ورپسې په ایټالیا، هسپانیا، فرانسه، او برتانیا کې هم زیات خلک له دې وایرسه مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG