د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی ولسمشر له مذهبي عالمانو سره د تراويح په اړه غږېږي


د پاکستان ولسمشر عارف علوي
د پاکستان ولسمشر عارف علوي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي به نن [د اپرېل پر ۱۸مه] د دې هېواد له مذهبي عالمانو سره پر دې مشوره کوي چې تراويح لونځ په جوماتونو کې وکړل شي او که په کورونو کې؟

د پاکستان سرکاري راډيو دا خبر پر داسې وخت ورکړی چې په دې هېواد کې د مياشتې ليدو [رويت هلال] کمېټې مشر مفتي منيب الرحمان او ځېنې نور عالمان وايي چې حکومت دې په جوماتونو کې د تراويح کولو اجازه ورکړي خو ځينې بيا وايي، له دې کار سره کورونا وبا خورېدای شي.

د اپريل پر ۱۷مه د سعودي عربستان لوی مفتي شېخ عبدالعزيز آل الشېخ ويلي و، که د کورونا وايرس د خپرېدو پر مهال د محدویت له کبله خلک په جومات کې د تراویح لمونځ نشي کولای، باید په خپلو کورونو کې يې وکړي.بلخوا ډاکټران وايي، کورونا وايرس له يو انسانه بل ته خپرېدای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG