د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګري د قرنطین سرغړونې په تور ایراني زده کوونکي له هېواده باسي


په هنګري کې پولیس د ټولبند پر مهال ولاړ دي
په هنګري کې پولیس د ټولبند پر مهال ولاړ دي

هنګري ویلي دي چې له ننه د کورونا وایرس د قرنطین قوانینو د سرغړونې په تور د ۱۴ ایرانیو زده کوونکو خپل هېواد ته د شړلو بهیر پیلوي.

د پولیسو یوه مشر رابرټ کېس د اپرېل پر ۱۵مه تور پورې کړ چې په مارچ کې د بوداپېست په یوه روغتون کې قرنطین شویو ایرانیانو "په بېشرمۍ غیر سماجي او پر تشدده برخورد ښوولی" وو.

نوموړي په خبري غونډه کې وویل چې ۱۱ زده کوونکي د اپرېل پر ۱۶مه ایران ته استوي او درې نور به د اپرېل پر ۲۳مه شړي.

دا اقدام تر هغې وروسته کېږي چې د هنګري د روغتیا وزارت شکایت وکړ او پر هغوی یې تور پورې کړ چې بې له اجازې د روغتون له خونو وتلي ول او حفاظتي لباس یې نه وو اغوستی.

د هنګري هېلسېنکي کمېټۍ په نوم د بشري حقونو یوې ډلې چې د زده کوونکو استازیتوب کوي د بوداپېست تورونه "بې معنا او بې منطقه" بللي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG