د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبايلي سیمو زدکونکي د انټرنیټ لپاره عدالت ته ولاړ


د پاکستان قبايلي ضلعي
د پاکستان قبايلي ضلعي

په قبايلي ضلعو کې د موبايل ټېلېفونې انټرنېټ (درې جې او څلور جي) نشتوالي پرضد په اسلام اباد های کورټ کې درخواست جمع کړل شوي دي.

د نمل پوهنتون يو زدکونکې سيد محمد په درخواست کې د پاکستان د مواصلاتو ادارې او له وفاقي حکومته غوښتنه کړي چې د کورونا وايرس وبا مخنيوي په موخه تعليمي ادارې تړلي پرتي دي او د انلاين زده کړو بهير روان دي خو په کورمه قبايلي ضلعې کې د انټرتېټ نشتوالي له وجې ورڅخه بي برخي دي.

د دوی وکيل عبدالرحيم ايډوکيټ، د اپريل په ۱۳مه، مشال راډيو ته وويل چې په اسلام اباد های کورټ کې رټ پېټيشن جمع کړي دي چې په کې له حکومته دا غوښتنه شوي چې په قبايلي ضلعو کې موبايل ټېلېفونې انټرنېټ (درې جې او څلور جي) ژر تر ژره بحال کړل شي.

نوموړي زياته کړه:

(په قبايلي سيمو کې زدکونکو ته د موبايل ټېلېفونې انټرنېټ سهولت ترلاسه نه دي. په هغو سيمو کې انټرنېټ نيشته نو هغوي به څنګه انلاين درسونه وکړي. دا ډيره مهمه ده چې په هغو سيمو کې زدکونکو ته انټرنېټ سهولت ورکړل شي. د زدکونکو تعليمي کال به ضايع شي او ډيرو ستونزو سره به مخامخ شي.)

عبدالرحيم ايډوکيټ وويل چې له عدالته به خواست وکړي چې په دي لړ کې په سمدستي توګه حکومتي چارواکو ته امر جاري کړي. د ده په خبره اسلام اباد هاي کورټ به د دوي درخواست اوريدنه سبا، د اپريل په ۱۴مه، وکړي. د دې مخکې د پخوانۍ نیمه قبایلي سیمې جانيخېلو زده کوونکو د انټرنېټ نشتوالي ضد احتجاج کړی وو.

زده کوونکو وویل چې د انټرنېټ نشتوالي له کبله یې معلوماتو ته لاسرسی هم ګران شوی.

د قبایلي او نیمه قبایلي سیمو انتظامیې وايي، موبایل ټېلېفوني انټرنېټ (درې جي او څلور جي) یې د امنیتي اندېښنو له وجې تړلي.

تر جانيخېلو دوه ورځې مخکې د جنوبي او شمالي وزیرستان زده کوونکو هم د انټرنېټ نشتوالي ضد مظاهره کړې وه.

د قبايلي ضلعو د ځوانانو سازمان يو مشر خيال زمان نن، د اپريل په ۱۳مه، مشال راډيو ته وويل چې د هېواد نورو برخو پشان قبايلي ضلعو کې هم د انټرنېټ سهولت ورکړل شي.

زمان زياته کړه:

(د لوړو زدکړو کمېشن لخوا انلاين درسونه ورکولو بهير شروع شوي دي او په نورو ضلعو کې زدکونکې ترې ګټه پورته کوي. خو په پوهنتونونو او له هاسټلونو د قبايلي ضلعو زدکونکې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي او له زدکړو هم بې برخې دي. حکومت له پکار وه چې د هېواد نورو برخو پشان په قبايلي ضلعو کې هم دا سهولت ورکړي وي.)

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس مخنیوي په موخه د مارچ له میاشت راهیسې د هېواد ټول ښوونځي، کالجونه او پوهنتونونه تړلي.

خو اکثره کالجونو او پوهنتونونو د انلاین درسونو انتظام کړی البته د قبایلي سیمو زده کوونکي وايي، د انټرنېټ نشتوالي له کبله لېکچرونو ته نشي حاضرېدای او تعلیمي کال یې ضایع کېږي.

د پاکستان وزیراعظم او د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر تر قبایلو د موبایل ټېلېفون انټرنېټي خدماتو پرانیستو اعلانونه کړي چې لا عملي شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG