چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرلي کې په نښته کې دوه امنیتي سرتېري او اووه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.
یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، نښته د اپرېل پر ۱۰مه د میرلي په ذکرخېل سیمه کې شوې.
د سیمې پولیس وايي، د اپرېل پر ۱۰مه په عیدک سیمه کې مشکوکو وسله والو د امنیتي سرتېرو یوه پوسته په بارودو چوولې چې پکې ځاني زیان نه دی شوی.
وسله والو د دې دوو پېښو په اړه لا څه نه دي ویلي.