د چیک جمهوریت صحت وزارت ویلي چې په دغه هېواد کې تر دې دمه ۵۴۶۷ د کورونا وایرس مثبتې پېښې رپوټ شوي دي چې پکې ۱۱۲ کسان مړه شوي دي او ۳۰۱ کسان روغ شوي دي.
د چیک جمهوریت حکومت په دغه هېواد کې بیړنۍ حالت د اپرېل تر ۳۰ مې پورې غځولی دی او په ځینو بندیزونو کې یې نرمي راوسلې ده.
د چیک صحت وزیر اېډم ویېتېخ ویلي دوی ځېنو کسانو ته د مولو (ماسکونو) په کارولو کې نرمي راوستلې ده.
د نوموړې په خبره هغه کسان چې په موټر کې دننه ناست وي او د یوې کورنۍ وي نو کولای شي چې مولونه و نه وهي، له دې سره سره د دوو کالو کم عمره ماشومانو او پر رواني ناروغې لرونکيو کسانو هم د ماسکونو اچولو پابندي نشته.