په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکيو حوثي ياغيانو پر ضد د سعوي په مشرۍ جنګېدونکي ايتلاف د اوربند اعلان کړی دی.
د دې ايتلاف وياند کرنل ترکي المالکي د اپرېل پر اتمه په خپل بيان کې ويلي دا اوربند چې د اپرېل نهمې پر غرمه به پيلېږي، د دوو اونيو لپاره به وي او وروسته هم غځېدای شي. نوموړي د دې اوربند لامل د کورونا وبا خپرېدل ښودلي دي.
ملګري ملتونه له اوږدې مودې راهيسې هڅه کوي چې دغه پنځه کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېريش په مارچ مياشت کې په نړۍ کې د روانو ټولو شخړو په ځانګړې ډول د يمن جګړې درولو غږ کړی و.
نوموړي د دې غوښتنې لامل د کورونا وبا خپرېدل ياد کړي و.
که څه هم ګوتېريش او د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټين ګريفيتس د سعودي په مشرۍ ايتلاف لخوا د اعلان کړي اوربند هرکلی کړی خو دا لا نه ده معلومه چې حوثيان به هم ورته اقدام وکړي که نه.