د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د قومي مشرانو په نښه کولو ترشا څه هدف دی؟


په مټه کې د وژل شوي جاویدالله جنازه وشوه
په مټه کې د وژل شوي جاویدالله جنازه وشوه

په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې کورونا د مخنیوي لپاره ولسي واټڼ او کولپي دوام لري په سوات کې د قامي مشرانو او امن کمیټیو د غړیو د هدفي وژنو لړۍ روانه ده.

د سوات قامي جرګې مشران وايي دغلته په روان کال کې پنځه کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي. په سیمه کې دې پېښو ته په کتو بل خوا د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر د اوسنیو بریدونو په مخنیوي کې د پاتې راتلو له کبله د بر سوات ځني پولیس چارواکي معطل کړي دي.

د دې د هدفي بریدونو تر شا څه دي؟

په دې اړه مشال راډیو سره په خبرو کې د سوات قامي جرګې یو مشر حاجي ذاهد خان وویل چې ځینې ریاستي ادارې د خپلو ستراتیجیکي ګټو لپاره غواړي چې په سوات کې بېقراري دوام وکړي.

نوموړی وايي، د حیرانتیا خبره دا ده چې په ۲۰۱۰ م کال کې د پوځي عملیاتو پای ته رسېدو راهیسې د ۲۰۲۰ ز کال تر اپرېل میاشتې په سوات کې ۱۲۵ کسان وژل شوي دي خو په دغه جرم کې ککړ هېڅ یوتن نه دی سزا شوی.

نوموړی زیاتوي: (یوه خو دا خبره ده چې لاک ډاون دی، لاری تړلې پرتې دي، پوستې دي نو بیا څنګه یو وسله وال راځي او خلک په نښه کوي. بل دا چې اوس هم په سوات کې ټول واک له پوځ سره دی، که چیرې څه پیښه وشي نو وړومبې ورته د امنیتي ادارو کارمندان ورته رسېدلي يي، ټول شواهد يې راټول کړي وي او بیا له پولیسو سره مرسته نه کوي. نو پکار ده چې واک پولیس او ولسي انتظامیې ته حواله کړل شي. بله دا چې تراوسه څومره خلک په هدفي بریدونو کې وژل شوي، د هغوی د مرګ په تور نه څوک نیول شوي دي او نه عدالتونو ته وړاندې کړل شوي دي.)

د ځايي خلکو په وینا په دې هدفي بریدونو کې خو یا د امن کمیټو غړي په نښه کړل شوي او یا د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشران. په سوات کې پوځي عملیات په داسې حال کې ترسره شوي وو چې په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نیشنل ګوند حکومت وو. خو د ګوند غړي وايي دوی ځکه په نښه کېږي چې په سیمه کې د امن او پرمختیا خبره کوي. د اوسنیو هدفي بریدونو په اړه مشال راډیو سره په خبرو کې د عوامي نیشنل ګوند د صوبې ستر سکتر سردار حسین بابک وویل چې حکومت د خلکو د ځان او مال په خوندي کولو کې پاتې راغلی دی. نوموړي نور وویل:

؛د خیبر پښتونخوا په نورو ضلعو کې هم د امنیت وضع خرابه ده، حکومت ډېر نااهله دی، څه کوي نه، بس تماشه کوي. بل په سوات کې خو دوي د خلکو نه وسلې هم اخستې دي، نو خلک خپله هم د ځان حفاظت نه شي کولی. د حیرانتیا خبره خو دا ده چې په دې لاک ډاون کې وسله وال څنګه راځي او بریدونه کوي؟ بیا که څوک خبره کوي نو پر دوی (حکومت ) بده لګي.؛

له مینګوری ځاي خبریال فضل خالق وايي چې ډیر بریدونه د برسوات په سیمه کې ترسره شوي دي چې هدف يې هغه خلک وو کومو چې د امنیتي ادارو په سلا د امن کمیټۍ یا لښکرې جوړې کړې وې. نوموړی زیاتوي یو خوا د کورونا وبا ویره خوره کړې او بله خوا د تشدد پیښې رامنځ ته کیږي نو د سیمې خلک له ویرې او بې یقینۍ سره مخ شوي دي .

بل خوا په سوات کې پولیس چارواکي وايي چې د اوسنیو هدفي بریدونو په اړه يي پلټنې پیل کړي او ځنې مشکوک کسان يې هم نیولي. په عین حال کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ثناءالله عباسي د یوې سرکاري حکمنامې له لاری د هدفي بریدونو په مخنیوي کې په پاتې راتلو د سوات پولیسو اته چارواکي معطل کړي دي او د هغوی پر ضد يې د پلټنو ویلي دي. یاده دې وي چې په دې کې د ډیرو هدفي بریدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلی ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG