د لاسرسي ځای

تازه خبر

هدفي برید په سوات کې یو ځايي سیاستوال جاویدالله وواژه


په مټه کې د وژل شوي جاویدالله جنازه وشوه
په مټه کې د وژل شوي جاویدالله جنازه وشوه

د خیبر پښتونخوا د سوات ضلعې په مټه تحصیل کې یو ځايي سیاسي مشر او د امن کمېټۍ غړی جاوید الله د ناڅرګندو وسله والو په ډزو وژل شوي او قاتلان یې تښتېدلي دي. نوموړی له کوره بازار ته روان وو چې تر برید لاندې راغلی.

د وژل شوي تن د ماما یو زوی له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، له ۲۰۰۸ز کاله راهیسې د کورنۍ ۱۵ تنه وژل شوي چې پکې د ده پلار مظفر خان هم شامل دی چې د عوامي نیشنل پارټۍ یو فعال غړی وو.

جاویدالله په هدفي برید کې ووژل شو
جاویدالله په هدفي برید کې ووژل شو

ممتاز خان زیاتوي: (د خاندان مو له هېچا سره بدي نشته، ټول خلک مو پېژني، په ټول سوات کې دا ټول خلک موږ پېژني، مو سیاست کوو، په هر ځای کې پر هر میدان باندې ولاړ یو. غل موږ په خپله نه دی لیدلی، د یوه بل له خولې اورو چې طالب ولاړو، طالب راغلی. دا خو د ریاست کار دی چې د دې مخنیوی وکړي، ولې په دې ملک کې دهشتګردي کېږي. په رڼا ورځ دې سړی ویشتل کېږي او غل دې ورکېږي.)

د تحصیل کبل بره بانډۍ یو مشر فتح الله خان په دې اړه مشال راډيو ته وویل، چې دوی په سیمه کې د امن راوستو لپاره له حکومت سره هر ډول مرستې کوي. خو له دې پېښو سره یوځل بیا په سیمه کې ویره خوره شوې ده.

نوموړی زیاتوي: (زه چې ورته ګورم، نو بیا هغه د ۲۰۰۷، او ۲۰۰۸ مو کلونو په شان حالت شورو شو، ځکه چې فیروز شاه خان هم شهید کړل شو، اوس جاوید خان هم شهید کړل شو. اوس موږ ته خو سیکیوریټي فورسز صرفه دغه وايي چې تاسو په ټارګټ باندې یاست. موږ خو له دې سیکوریټي فورسز سره د امن په خاطر ملګرتیا وکړه، امن لښکرې مو جوړې کړې. او د افسوس خبره ده چې لکه دوی د دې خلکو هېڅ تحفظ و نه کړای شو.)

د جاوید الله د وژنې په اړه د ملاکنډ ډیویژن پولیس مشر ډي ای جي اعجاز خان وايي چې دوی ته له وړاندې سیمې ته د هدفي وزونکیو د راتګ اطلاع وه، دوی ځايي مشران له وړاندې خبر کړي دي او ساتونکي یې هم ورکړي دي.

نوموړی زیاتوي: (پولیسو ورپسې ډېرې منډې کړې دي، ډزې یې هم ورپسې کړي دي، دا مو هم شک دی چې یو کس په هغوی کې جوړې زخمي هم دی. دوی د غرونو طرف ته فرار شوي دي. لټون یې روان دی. له جاوید سره هم دوه ساتونکي ول خو دهشتګرد په برید کې کامیابه شوي دي.)

د یادونې وړ ده چې له همدغه کلي لیرېډېرۍ کې څه نا څه دوه نیمې میاشتې وړاندې د مسلم لیګ ن یو مشر فیروز شاه وکیل په ډزو وژل شوی وو چې د وژنې ذمه واري یې تحریک طالبان پاکستان منلې وه خو د جاویدالله د وژنې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG