د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو د ولسمشر د ساتونکو د ډلې یو غړی وژلی دی.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین د اپرېل پر څلورمه وویل چې بېګا ناوخته په پغمان ولسوالۍ کې په شوې حمله کې د ولسمشر د ساتونکو ډلې بل غړی ټپي شوی دی.
ارین وویل، پر قیام مقصودي او د هغه پر بل همکار امېد د برید پلټنې کوي.
د کابل امنیه قومندانۍ سرپرست محمد نبي بیان د اپرېل پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې مقصودي او امېد دواړه په شخصي سفر پغمان ته تللي ول چې وسله والو ورباندې ډزې وکړې.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.