د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د طالبانو کړنو پورې تړاو لري: سټولټنبرګ


د ناټو عمومي منشی ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشی ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشی ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل مشروط دي او ناټو ګوري چې طالبان څه کوي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ چې په پنجشنبه یې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته د ویډیو کنفرانس له لارې ځواب وایه پر نورو سربېره د افغانستان د روانو مسایلو په اړه هم خبرې وکړې.

ښاغلي ینس سټولټنبرګ د آزادۍ راډیو د خبریال دې پوښتنې ته چې له تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرېکولو په برخه کې کوم تضمین شته کنه؟ په ځواب کې وویل چې طالبانو دا ژمنه د دې ډلې او امریکا ترمینځ د سولې د موافقې پر بنسټ کړې ده.

هغه زیاته کړه: "موږ باید دا خبر یقیني کړو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقه عملي کېږي، په همدې دلیل مو دا په ډاګه کړې چې په افغانستان کې زموږ د ځواکونو کمول مشروط دي، موږ باید پرمختګ ووینو، ووینو چې طالبان عمل کوي او په بین الافغاني خبرو کې پرمختګ شوی او بیا به په تدریجي ډول ځواکونه کموو."

د ناټو عمومي منشي د افغانستان پر سیاسي مشرانو غږ وکړ چې وخت غنیمت وګڼي، مخالفتونه یوې خواته پرېږدي او له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګډ دریځ خپل کړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ولسمشر اشرف غني او د هغه د مخالفینو ترمنځ د سیاسي کړکېچ د حل لپاره هڅې روانې دي خو دې هڅو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.

پرون هغو مخکښو مشرانو چې په افغانستان کې د روان کړکېچ د حل لپاره منځګړتوب کوي له ولسمشرغني سره وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي، په دې کتنه کې جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشران کریم خلیلي او یونس قانوني حاضر وو.

په خبرپاڼه کې د دې بحثونو جزئیات نه دي ښودل شوي خو دې مشرانو د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته چې عبدالله عبدالله ونه منل او موازي حکومت یې اعلان کړ، د رامنځ ته شوې لانجې د حل لپاره پرله پسې هڅې کړي او په دې ترڅ کې یې له دواړو لوریو سره څو ځلې لیدلي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG