د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې لپاره د افغان حکومتي ټیم جوړولو هرکلی کوو: پاکستان


پاکستان د افغانستان حکومت لخوا له طالبانو سره خبرو لپاره د ډلې جوړولو هرکلي کړی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت پرون په بيان کې ويلي دي چې دې سره به بين الا افغاني خبرو اترو لپاره لاره هواره شي.

په بيان کې ويل شوي چې پاکستان باور لري دا يو مهم ګام دی او د افغانستان حکومت ژمنتيا په ډاګه کوي چې په هغه هېواد کې د سولې پروسه پرمخ بوځي.

افغان حکومت وایي کابل ته د طالبانو ورغلې درې کسیزه پلاوي سره‌ یې کتلي دي او په خبرو کې د بندیانو د تبادلې په اړه بحثونه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG