د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړۍ د کورونا وبا ترڅنګ د مالوماتو وبا په مخه اخیستې ده: روغتیا نړیواله اداره


جرمني کې یو روغتیاپال د کورونا ازموینې لپاره د یوه تن له پوزې ګړنګ اخلي.
جرمني کې یو روغتیاپال د کورونا ازموینې لپاره د یوه تن له پوزې ګړنګ اخلي.

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو اېچ او) چارواکي وايي، نړۍ دا وخت د کورونا تر څنګ په دغه اړه د ناسمو مالوماتو او ګنګوسو له وبا سره هم مخامخ ده چې دوی یې د مالوماتو وبا ((infodemic بولي.

دوی د ټولنیزو رسنیو پر کمپنیو غږ کړی چې د وایرس په اړه د جعلي او بې لارې کوونکیو مالوماتو مخه ونیسي. د ګیلپ د یوه تازه سروې ترمخه په پاکستان کې خواوشا ۵۰ فیصده خلک د ډبلیو ایچ او له خوا د وایرس د مخنیوي هدایات نه عملي کوي.

د روغتیا نړیواله اداره هڅه کوي چې د سوشل میډیا د لویو کمپنیو سره په شریکه د کورونا وایرس په اړه د ناسمو مالوماتو، ګنګوسو او پروپیګنډې مخه ونیسي.

د ‌ډبلیو ایچ او د ډیجیټل بزنس سلوشنز مشر انډریو پیټيسن د مارچ په ۳۱ مه په دې اړه په کیلیفورنیا کې د فیس بک په مرکزي دفتر کې د سوشل میډیا کمپنیو د مشرانو سره وکتل. پر دغه مهال د وینا په وخت نوموړي وویل چې د وایرس د خوریدو په مقابله کې په دغه اړه غلط مالومات زر خواره شوي دي.

په پاکستان کې هم د میډیا او کمیونیکشن پوهان وايي چې د وایرس د مخنیوي په اړه د ناسمو مالوماتو له کبله خلک د ډبلیو ایچ وي په لارښودنه عمل نه کوي چې له کبله يي د وایرس د خپریدو خطر لا ډیر شوی دی.

خبریال او څیړنکار ریاض غفور وايي چې حکومت د مالوماتو د خورولو لپاره اوس هڅې پیل کړي دي ، خو پکار دا وه چې په دې اړه د یو باقاعده پلان د لاری په وخت کار شوی وی او د پاکستان په ټولو قامي ژبو کې کره مالومات خپاره کړل شوی وی. نوموړی وايي حکومت په دې کې د میډیا له کمپینیو سره سره په پوهنتونونو کې د صحافت د زده کړو له څانګو هم کار اخستلی شي.

په خیبر پښتونخوا کې د ینګ ډاکټرز ایسوسي ایشن کوهاټ څانګې مشره ډاکټر جویره حیات خان وايي چې په وخت د کره مالوماتو او اسانتیاؤ د انتظام نه کولو له کبله په هسپتالونو فشار ډیر شوی دی او په ولسي کچه تری خلکو د ټوکو ټکالو خبره جوړه کړی ده ، چې نتیجې به يي ښه نه وي.

بل خوا وفاقي حکومت وايي چې د کورونا وایرس د مخ نیوي لپاره یي د میډیا د چینلونو سره سره په وټس ایپ هم د کره مالوماتو لړۍ پیل کړی ده.د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو رسايي کمیشن مشر ریاض خان داودزی وايي هلې ځلې روانې دي خو باید دې له یو منظم شکل ورکړل شي.

د یادونې وړ ده چې ګیلپ په خپله یوه وروستۍ سروې کې درک لګولی چې په پاکستان کې ۴۳ فیصده خلکد وایرس مخنیوي لپارهد روغتیا د ادارو او پوهانو په لارښودنه عمل نه کوياو ۶۲ فیصده يې فکر کوي چې د وایرس د خطر په اړه له مبالغې کار اخستل کیږي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG