د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې چاودنې ۲ تنه وژلي


چاودنه کې دیني عالم شیدا او د ده زوی وژل شوی.
چاودنه کې دیني عالم شیدا او د ده زوی وژل شوی.

د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې چارواکي وايي، د مارچ پر ۲۸مه، د چسپکي ماین چاودنې دوه تنه وژلي.

د ننګرهار چارواکي وایي، ماسپښین مهال شااوخوا یوه بجه د دغه ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په سربند سیمه کې د دیني عالم شیدا پر موټر د نښلول شوي ماین چاودنې خپله مولوي شیدا او د ده زوی وژلي دي.

د ننګرهار د والي ویاند په دې اړه مشال راډيو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې په دغه پېښه کې د یوه دیني عالم په ګډون ۲ تنه ټپیان شوي هم دي چې په خبره یې، وضعیت یې د اندېښنې وړ دی.

د ننګرهار ولایتي ادارې دغه پېښه غندلې او دا یې د حقیقي عالمانو پر وړاندې د دښمن جاهلانه کړنه یاده کړې ده.

تر دې مهاله د پېښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG