د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بریتانیې وزيراعظم په کورونا وایرس اخته شوی


بوريس جانسن
بوريس جانسن

د بریتانیې وزيراعظم بوريس جانسن نن [د مارچ په ۲۷مه] ويلي چې په کورونا وايرس اخته شوی دی.

نوموړي دا خبر پر ټویټر خپور کړی او لیکلي یې دي چې د وايرس نښې يې کمزورې دي، حکومتي چارو ته به دوام ورکوي، خو ځان‌ یې له خلکو جلا کړی دی.

جانسن زياته کړه، "د کورونا وايرس کمزورې نښې مې په ځان کې احساس کړې او د روغتیايي مسول په مشوره مې ځان معاینه کړ او د معاینې نتیجه مثبته وه. له دې کبله به له کوره کار کوم او له نورو ځان لیرې ساتم."

په بريتانيه کې تر دې دمه [د مارچ تر ۲۷مې] په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر تر ۱۴۵۰۰ اوښتی دی او بلخوا له دې وايرسه ۷۵۹ کسان مړه شوي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG